د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امریکا او فلسطین د متضادو غوښتنو په ځاله کې


امریکا لومړنی هېواد دی چې بیت المقدس د اسرائیلو رسمي پلازمینه بولي
امریکا لومړنی هېواد دی چې بیت المقدس د اسرائیلو رسمي پلازمینه بولي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمایندګي وایې چې امریکايي او فلسطیني ديپلوماتانو ترې غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په بیړنۍ غونډه کې یې طرفداري وکړي.

ملګرو ملتونونن [ډیسامبر ۲۱] په نیویارک کې یوه کم سارې غونډه رابللې څو د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پيژندلو په پریکړه وکړي.

د امریکا حکومت څو اونۍ مخکې د اسرائیلو د پلازمینې په توګه بیت المقدس په رسمیت وپیژاند. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغې فیصلې د افغانستان په شمول د ګڼو اسلامي هېوادونو غوسه راپارولې ده.

ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له غونډې څخه یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړ چې واشنګټن به پر هغو هېوادونو خپلې مرستې بندې کړي چې د امریکا د فیصلې پر ضد په ملګرو ملتونو کې رایه ورکوي.

تیره اونۍ د اسلامي هېوادونو سازمان په ترکیې غونډه وکړه او ختیځ بیت المقدس یې د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت وپيژاند.

د امریکا غږ خبریال احمد شکېب دوست په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي له مرستیال څخه په یوې مرکې کې پوښتنه کړې ده چې کابل د کوم هېواد په ګټه خپله رایه کاروي؟ بشپړه مرکه دلته وګورئ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي له مرستیال سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:10 0:00

XS
SM
MD
LG