د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو غزه کې د لسګونو کسانو 'وژل' غندلي؛ ترکیه یې بشریت ضد جنایت بولي


په غزه کې په مرسته اخیستونکو برید شوی دی
په غزه کې په مرسته اخیستونکو برید شوی دی

په غزه کې د پنجشنبې په ورځ په مرستو اخیستونکو فلسطینیانو باندې د اسرائيل د سرتېرو برید غندل شوی او ملګرو ملتونو یې په اړه د تحقیق غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي چې انتوني ګوتېرش په غزې کې په مرسته اخیستونکو باندې خونړی برید، چې د حماس د مقاماتو په وینا لسګونه کسان په کې ووژل شول، غندلی دی.

زرګونه فلسطینیان د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۹ (حوت لسمه) د مرستو ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې کتار ولاړ وو چې برید پرې شوې او اسرائيلي سرتېرو پرې ډزې کړې دي.

د اسرائيل یوې سرچېنې وویل چې ځواکونو یې فکر کاوه راټول شوي خلک «به ګواښ پېښوي» او له همدې کبله یې پرې ډزې کړي. د بینیامین نتنیاهو د دفتر یو ویاند ویلي چې په ځینو خلکو باندې د مرستو لارۍ ختلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند دوجاریک ویلي دي چې د دې مسئلې په اړه باید «پلټنه وشي». نوموړي وویل: «موږ په دقیق ډول نه پوهېږو چې څه پېښ شوي، که د اسرائيل د پوځ د ډزو له کبله خلک وژل شوي، یا تر پښو لاندې شوي او یا لارۍ پرې ختلي، ټول د جګړې له کبله د تاوتریخوالي اعمال دي.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې امریکايي چارواکي د متفاوتو معلوماتو په ارزولو اخته دي چې معلومه کړي دا پېښه څنګه شوې ده.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې اولیویا دالټن د وژل شویو شمېر د ډېرې اندېښنې وړ وباله. نوموړې خبریالانو ته وویل: «ضرورت دی چې د دغې پېښې په اړه تحقیقات وشي.» اولیویا زیاته کړه له دې پېښې معلومېږي چې غزې ته د مرستو رسول او غځول څومره مهم دي.

ترکیې یو ځل بیا اسرائيل «د بشریت ضد په یو بل جنایت» تورن کړی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «اسرائيل د خپل بشریت ضد جنایتونو کې یو بل جنایت هم اضافه کړ.» وزارت ویلي دي چې اسرائيل په قصدي ډول مرسته اخیستونکي په نښه کړي او غواړي «فلسطینیان تباه» کړي.

فرانسې د اسرائيل «د نه توجیه وړ» دا برید غندلی دی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «په ولسي خلکو باندې چې د غذا ترلاسه کولو هڅه یې کوله، د اسرائیل د عسکرو له لوري ډزې د توجیه وړ نه دي.»

دغه وزارت وایي دا «غمیزه» داسې مهال کېږې چې د لوږې له کبله د مړه کېدونکو فلسطینیانو شمېر په زیاتېدو دی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا چې د لسګونو مرسته اخیستونکو وژل «د منلو نه» دي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزه مانیول الباریس په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د دې پېښې څرنګوالی او ماهیت د منلو نه دی او د خوراکي مواد د ترلاسه کولو لپاره منتظر د لسګونو «فلسطینیانو وژل کېدل د اوربند ضرورت څرګندوي».

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي چې اسرائيل په هغو خلکو برید کړی، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو او ۱۰۴ تنه په کې وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا برید د غزې ښار په یوې څلور لارې کې شوی او سلګونه نور کسان په کې ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د اسرائيل پوځ ویلي دي‌ چې په غزه او خان یونس کې یې یو لړ عملیاتونه کړي دي.

په غزه کې، د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت»، وايي چې د اسرايل په بریدونو کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰زرو اوښتی او څه باندې ۷۰زره نور یې ژوبل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر والکر ترک وویل چې په دغې جګړې کې دواړه اسرائيل او حماس جنګي جرمونه کړي دي. ترک ویلي دي چې «د سولې، تحقیقاتو او حساب او کتاب» وخت رسېدلی دی.

نوموړي همدغه راز په رفح کې د اسرائیل د ممکن برید په اړه خبرداری ورکړ. په رفح کې ۱.۵ میلیون فلسطینیان مېشت دي او اکثریت یې د جګړې له لاسه له نورو سیمو ورغلي دي.

ترک وویل چې د رفح عملیات د غزې په خلکو باندې تپل شوی ډاروونکی خوب، په یو وحشتناک اړخ بدلوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي دي چې په غزې کې مرسته ورکوونکي او مرسته ترلاسه کوونکي له نویو ازموینو سره مخامخ شوي دي.

په دغه راپور کې د اسوشیتډپرس او فرانس پرس اژانسونو د راپورونو څخه معلومات اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG