د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د یمن د مارب په ښار کې په زرګونو ملکیان په جنګ کې راګیر دي


د مارب په ښار کې ماشومان د یوه توغندي د لګېدو له ځای سره
د مارب په ښار کې ماشومان د یوه توغندي د لګېدو له ځای سره

ملګرو ملتونو د یمن د مارب په ښار کې د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کړې چې په جنګ کې له ټپي شویو کسانو سره بیړنۍ روغتیایي مرسته وشي.

د مارب د کنترول پرسر د سعودي له ملاتړه برخمن یمني حکومت د ځواکونو او د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو ترمنځ اوس هم سخته جګړه روانه ده .

حوثي یاغیانو چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د یمن په شمال کې د حکومت تر کنټرول لاندې وروستي ښار مارب د نیولو لپاره عملیات پیل کړي، یو شمیر پرمختګونه یې هم کړیدي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د جګړې ډیر زیان ملکیانو ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر ویاند جنس لریک وایي ۳۵۰۰۰ زره کسان د جنګ په ساحه ګیر پاتې دي. هغه وایي د جنګ ساحې ته ننوتل او ورڅخه وتل ډیر سخت شویدي.

جنس لریک وویل: "د جنګ ساحې ته په ورتګ باندې دغه محدودیت د ضروري مرستو رسول محدود کړیدي او د ناروغانو او ټپي شویو کسانو د درملنې مخه یې نیولې ده. د ژوند د لومړنیو ضرورتونو او خوراکي توکو برابرول یې ډیر سخت او خطرناک کړیدي. ملګري ملتونه او شریکان یې ژمن دي چې له اړونده چارواکو سره کار وکړي چې د جنګ د دوام با وجود، اړو خلکو ته مرستې ورسیږي."

ښاغلي لریک وویل په یمن کې د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی د مارب د العبدیه سیمه کې د اوربند غوښتنه کوي چې د ملکیانو او مرستندویه کارکونکو خوندي تېرېدو ته اجازه ورکړل شي. هغه وویل دغه کار ضروری دی ځکه په جنګ کې زخمي شوي کسان له سیمې بهر ولېږدول شي چې درملنه یې وشي.

هغه زیاته کړه: "دا د مارب په یوې مشخصې سیمې کې چې خلک یې له زیات خطر سره مخامخ دي او عاجلې مرستې ته ضرورت لري د سیمه ایز اوربند غوښتنه ده. هغه کسان چې په جنګ ټپیان شوي د اړتیا وړ درملنې او صحي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري. دوی له دې سیمې بهر نشي وتلی او مونږ مرسته نشو ورلېږدولی."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) وايي تیره میاشت د ټول یمن په کچه په جګړو کې ۲۳۵ ملکیان وژل شویدي. همدارنګه تیره میاشت مارب سره په نږدې سیمه کې د جګړو له امله لس زره خلک له خپلو کورونو بې ځایه شویدي.

د یمن جنګ چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ پیل شوی، سږکال یې اووم کال دی؛ ملګرو ملتونو د یمن جنګ د نړۍ په کچه تر ټولو ستر بشري ناورین بللی دی. ملګري ملتونه وايي د یمن اتیا فیصده خلک چې ۲۴ میلیون کسان کیږي د خپل ژوند د دوام لپاره په نړیوالو مرستو پايي. په دغه هیواد کې پراخه لوږه او قحطي موجوده ده او شاوخوا ۵ میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG