د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنيو جنګیاليو د افغانستان د جګړې حل ستونزمن کړی


په افغانستان کې د نیکولس هایسم ماموریت دوره پای ته رسیدلې او پر ځای یې د هغه مرستیال د یوناما د نوي مشر په توګه ټاکل شوی
په افغانستان کې د نیکولس هایسم ماموریت دوره پای ته رسیدلې او پر ځای یې د هغه مرستیال د یوناما د نوي مشر په توګه ټاکل شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ ورځې تیروي وايي امنیتي ګواښونه د افغانستان او سیمې په کچه مخ په زیاتېدو دي، چې د ملګرو ملتونو اندېښنې یې پارولي دي.

ښاغلي هایسم د یکشنبې په ورځ په پلازمېنې کابل کې د اسیا زړه هیوادونو د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره د اعتماد جوړولو تخنیکي ډلې ته وویل، چې افغانستان روان پسرلي کې د پخوا په څیر له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

ښاغلی هایسم وايي" په افغانستان کې یو شمېر تروریستي ګروپونه بهرنيان دي او اهداف یې هم جلا دي. یو هېواد دا ستونزه نشي حل کولی او له افغانستان څخه دا تمه هم نه شي کیدلی چې له دغې سیمه ایزې پدیدې سره یوازې مبارزه وکړي."

نوموړي وویل، په سیمه کې د بهرنیو تروریستي ډلو په شتون کې به افغانستان له کړکېچن امنیتي وضعیت سره مخ شي او ښايي دا ډلې د جګړې په موسم کې خپل فعالیتونه لا زیات کړي.

دغه راز نوموړي په اسلام‌آباد کې د آسیا د زړه هیوادونو د څلورمې غونډې د ژمنو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دې غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې افغانستان د تروریزم په وړاندې مبارزه کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې خو لا هم دا ستونزه مخ په پراخېدو ده.

ښاغلي کرزي وویل، له تروریزم او افراطیت سره مبارزه ګډې سیمه ایزې همکارۍ ته اړتیا لري "د تروریزم او افراطیت مخ په زیاتېدونکی ګواښ یوه داسې ستونزه ده چې په وړاندې یې د یو وړ پلان جوړولو ته اړتیا ده."

هغه وویل، هغه مهال د تروریزم په وړاندې مبارزه بریا ته رسیدلی شي، چې په دې برخه کې د سیمې او نړۍ په کچه صادقانه هڅې وشي.

د استانبول پروسه د ۲۰۱۱ کال په نوامبر میاشت کې د ترکیې په نوښت او د افغانستان په رهبرۍ جوړه شوه، چې هدف یې د آسیا د زړه هیوادونو په کچه په سیمه کې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره د رښتینې همکارۍ رامنځ ته کول دي.

په دې پروسه کې د افغانستان، آذربایجان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، سعودی عربستان ، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات او ازبکستان هیوادونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG