د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۱۹میلیون ډالر بشري مرسته وکړه


اوچا له اسیب پذیره کسانو سره د ۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړه
اوچا له اسیب پذیره کسانو سره د ۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) نن چهارشنبه (جولاۍ ۲۴) په افغانستان کې اسیب پذیره کسانو سره د مرستو لپاره د ۱۹ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې سمبالونکی ټابي لنزر وايي په اوس وخت کې افغانانو سره مرسته ډیره حیاتي ده.

ښاغلی لنزر وايي "د ۱۹.۵ میلیون ډالرو مرسته په داسې وخت کې کیږي چې نړیوالې مرسته کوونکې ادارې د بودجې د کموالي سره مخامخ دي چې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي".

دا مرسته شوې پیسې به ۴۱ زره زده کوونکو ته د ښوونځیو پر جوړولو، څه باندې ۹۷ زره کسانو ته د کورونو پر جوړولو، ۲۴۲ زره کسانو ته د خوړو په برابرولو او کرنې او دغه راز نورو برخو کې ولګول شي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د راپور له مخې تیرکال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان د وچکالۍ او جګړو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي وو.

د ۲۰۱۸ د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان بیړنیو خوراکي توکیو ته اړتیا لري او که مرسته ونشي نو له قحطۍ سره به مخامخ شي. په دوی کې یې سلګونه زره د بیسارې قحطۍ او وچکالۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG