د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: متقي د ملګرو ملتونو مرستیالې ته ویلي په بندیزونو کې نړۍ سره اړیکې څنکه ښه شي؟


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د مرستیالې امینه محمد سره په کتنه کې هغې ته ویلي، چې پر طالبانو باندې د بندیزونو د دوام سره نړۍ سره اړیکې څنګه ښه کیدلی شي؟.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۸ ( مرغومي ۲۸) د میرمن امینه محمد په مشرۍ د ملګروملتونو د یو لوړپوړې پلاوي سره د ښاغلي متقي د کتنې او خبرو یوه برخه رسنیو ته استولې ده، خو دا په کې نشته چې د ملګرو ملتونو دغه استازې متقي ته څه ویلي دي.

متقي د ملګروملتونو د پلاوي مشرې ته په خطاب کې ویلي، چې پر افغانستان باندې بندیزونه لا هم دوام لري په داسې حال کې چې د هغه پر وینا د دوحې په هوکړه کې ویل شوي، چې د طالبانو مشران د سفر اجازه لري.

نوموړي ویلي: " کله چې زمونږ مشران خارج ته سفر ونلري، تاسو او نورې نړیوالې ټولنې استازو سره غونډې ونلري اړیکې به څنګه ښه شي."

امیر خان متقي په دې کتنه کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مسئلې هم خبرې کړې دي او ویلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسنی استازی د هغوی د «حکومت او خلکو» استازیتوب نکوي.

دا مهال نصیراحمد فایق، چې د مخکني حکومت لخوا ملګرو ملتونو ته معرفي شوی و، په دغه سازمان کې د افغانستان استازی دی او ځان د افغانستان د خلکو نماینده بولي. ښاغلي فایق په پرله پسې ډول ملګروملتونو کې د ویناو پر مهال افغانستان کې د بشري وضعیت او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخو کې د طالبانو په چلند باندې انتقادونه کړي دي.

نړیواله ټولنه له طالبانو څخه د نورو شرایطو د غوښتلو تر څنګ دا هم غواړي چې همه شمول حکومت جوړکړي، د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي. د طالبانو په حکومت کې ټول د دوي غړي دي چې «ملایان او مولویان» دي او یوه ښځه یې هم په کابینه کې نشته. همدغه راز دوی په نجونو لېسې او پوهنتونونه بند کړي او ښځې یې له کار، اجتماعي او سیاسي مشارکت څخه بند کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمت نه دی پیژندلی.

کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر

میرمن امینه محمد د سه شنبې په ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ طالبانو حکومت سره د ښځو د زده کړو او کار د مسلو په ګډون د یو لړ مسلو په سرد خبرو لپاره کابل ته راغلې ده. میرمن محمد د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره هم کتلي او د نجونواو ښځو د زده کړو او کار په مسلویې ورسره خبرې کړي دي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي د مولوي امیرخان متقي د څرګندونو په اړه وايي، کله، چې طالبان بیا واک ته ورسیدل نړۍ د طالبانو د دوهم ځلې واک ته رسیدلو څخه یو بل ډول تمه لرله او دا ځکه چې د ښاغلي متقي په ګډون د طالبانو ډیرو مشرانو نړۍ سره د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ګډون ډیرې ژمنې کړې وې.

ښاغلي فرهادي وویل: " کله چې د طالبانو حکومت راغی هرڅه د پلان سره پرمخ لاړ نشو یعنی د اشرف غني فرار هرڅه ګډوډ کړل او واک د طالبانو لاس ته ورغی، خو که تاسو پام وکړئ د علماو یوه جرګه یې جوړه کړه چې هلته امیرالمومنین یې راغی او ویې ویل چې مونږ نه غواړو چې نړۍ سره یوځای شو نو پخپله یې ویلي، چې نه غواړي نړۍ سره په یوه لار لاړ شي."

د سیاسي چارو دا کارپوه وايي: " نو اوس نړۍ څه وکړي هڅه کوي او بشري مرستې کوي خو طالبانو ډیر کافي وخت درلود نږدې ۱۷ میاشتې یې د خپلو کړنو د اصلاح لپاره لرلې او خپلې کړنې یې د نورو اسلامي هیوادونو سره اعیارې کړې وې او د ښځو اسلامي حقونه یې ورکړی وی."

ښاغلي فرهادي وايي چې طالبانو حکومت دا کار ونکړ او که ویې کړي نو د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدوامکان شته دی.

تراوسه لا دا څرګنده نه ده چې د ملګروملتونو دغه پلاوي د ښاغلي متقي څرګندونو ته څه غبرګون ښودلی خو په دې وروستیو اونیو کې د طالبانو د حکومت له خوا په پوهنتونونو کې پر زده کړو بندیز او په غیر دولتي موسسو کې د هغوی د کار د بندیز د پریکړو وروسته نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت دا پریکړې په سختو ټکو غندلي او د طالبانو له حکومت یې عوښتي چې خپلې پریکړې دې بیرته واخلي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ددغې ټولنې یو لوړپوړي پلاوي کابل ته سفر کړی ترڅو د " جنسیت پر بنسټ د تبعیض" چې طالبانو رامنځ کړی طالب چارواکو ته خپلې اندیښنې ورسوي.

XS
SM
MD
LG