د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: میرمنې او نجونې په افغانستان کې له منځه وړل کیږي


افغانستان کې لا هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي.
افغانستان کې لا هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر په افغانستان کې یو ځل بیا د بشري حقونو "مخ په خرابیدونکي" وضعیت اندیښنه وښوده او وې ویل چې طالبانو پدې هیواد کې تر ټولو بنسټیز بشري حقونه، په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو حقونه "له منځه" وړي دي.

ولکر تُرک چې دوشنبه جون ۱۹ (غبرګولي۲۹) یې د بشري حقونو د څلور وځنۍ غونډې په پیل کې وینا کوله وویل چې ، " په سیستماتیکه توګه د ژوندانه د ټولو چارو څخه د میرمنو او نجونو ایستل په ټولې نړۍ کې بې ساري دي".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي په طالبانو غږ وکړ چې "ژر تر ژره دې د لوړو زده کړو لپاره د میرمنو منع کولو پریکړه بدله کړي او په هره کچه د میرمنو او نجونو د حق ملاتړ دې وکړي او آسانتیاوې دې برابرې کړي.

ښاغلي تُرک زیاته کړه، " په لوړو زده کړو کې د میرمنو د برخې اخیستو ځنډیدل د نړیوالو قوانینو څخه د افغانستان د مسؤلیت څخه ښکاره سرغړاونه ده. په هرې کچې تعلیم ته د میرمنو او نجونو لاسرسی د تبعیض پرته د هغوي اساسي او نه پوښتل کیدونکي حق دی".

د بشري حقونو دې جګپوړي چارواکي وویل که افغان نجونې لیسو ته ولاړې نشي ډیرې ډاکټرانې، مدافع وکیلانې او ښوونکې به د دې هیواد په پرمختیا کې د ونډې اخیستو څخه بې برخې شي.

نوموړي پخپلو خبرو کې دا یادونه هم وکړله چې افغان میرمنو پدې تیرو څو کالونو کې په افغانستان کې په مسلکي او حرفوي برخو کې ډیرې همکارې کړې او زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو لپاره په میرمنو او نجونو بندیز "زړه ماتوونکی" دی.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د میرمنو او نجونو پر ضد د تبعیض د کاري ډلې مشرې ډوراتي استرادا-ترانک ویلي چې په افغانستان کې د میرمنو سره په سیستوماتیکه توګه د ژوند په هرې برخې کې تبعیض کیږي او تر څنګ یې دا هم وویل چې " هغوي (افغان میرمنې او نجونې) له منځه وړل کیږي".

میرمن ترانک زیاته کړه چې میرمنې په بشپړه توګه په سیاسي او عامه ژوندانه په چارو کې د ګډون څخه ایستل شویدي.

میرمن ترانک وړاندې وویل چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په پرله پسې توګه یې داسې فرمانونه صادر کړي چې ډیری یې د تعلیم، کار کولو، روغتیا، عدالت، آزادۍ، جامې اغوستلو او ګرځیدو راګرځیدو په برخې کې د میرمنو د حقونو د محدود کولو په هکله دي.

په عین حال کې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو د حقونو د ارزیابۍ په یوې جلا غونډې کې د بشري حقونو کارپوهانو په طالبانو تور ولګاوه د میرمنو سره "جنسیتي اپارتاید" کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې "جنسیتي اپارتاید" د نړیوال جرم په توګه وپېژني او په دې ډول په ښځو باندې د محدودیتونو له کبله له طالبانو سره حساب وکړي.

نوموړي‌ د ملګرو ملتونکو د بشري حقونو شورا ته وویل چې باید له دې مسئلې څخه مخ ونه ګرځول شي. هغه د افغانستان د وضعیت په اړه دغې شورا ته د راپور ورکولو په مهال وویل چې د طالبانو اقدامات باید "د جنسي ځورونې بشري ضد جرم"معادل وګڼل شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي او پوهنځي وتړل او په کار او نورو مشارکتونو باندې یې هم بندیزونه ولګول. یوازې په ځینو صحي او تعلیمي برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو دې راپورونو ته غبرګون ندی ښودلی خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې وه چې د ښځو حقونو ته درناوي لري او د بندو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو لپاره کار روان دی.

د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG