د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي شمالي کوریا په زوره جنګ غواړي


د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل هغه هیوادونه چې د شمالې کوریا سره تجارت کوي د هغه هیواد د " خطرناک اتومي ارادو" سره مرسته کوي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نکي هیلي دا خبره په داسي حال کې کړي ده چې د امنیت شورا په شمالي کوریا نورو بندیزونو د لګولو تیاری نیسی.

شمالې کوریا داسې اشارې ښودلي چې پلان لري د نورو توغندیو آزموینې هم وکړي.

په همدې حال کې جنوبې کوریا ویلي دي چې د شمالې کوریا د شپزمې زوروې اتومي تجربې وروسته د واشنگټن سره په خبرو بوخت دی چې د کوریا په ټاپو کې الوتکې وړنکې جنګي کښتۍ او غټې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي.

د جنوبي کوریا د جمهور رئیس دفتر ویلي چې جمهور رئیس (مون جې این) او د امریکا جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ په ټیلفوني خبرو کې په دې موافقه وکړه چې د جنوبې کوریا په توغندیو کې د چاویدونکو توکیو د وزن محدود یتونه ختم کړي. پدې سره به که ممکن د شمالي کوریا سره جنگ ونښلې نو جنوبي کوریا به سخت ځواب ورکړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې نکي هیلي وویل، د شمالې کوریا مشر کیم جون اون " په زوره جنګ غواړي .". هغې د امنیت د شوار د پنځلسو غړیو هیوادونو نه په ټینګه وغوښتل چېپه شمالي کوریا دې تر ټولو جدي او سخت بندیزونه ولګول شي چې کیم جون اونګ د دې کار څخه منع کړل شي.

میرمن هیلي وویل " امریکا جنگ شروع کول نه غواړي. موږ اوس جنگ پیل کول نه غواړو، خو زموږ زغم هم یو څه حد لري. موږ به خپله او د خپلومتحدینو د سیمو دفاع وکړو."

د امریکا سفیرې وړاندې وویل چې " متحده ایالات به د ټولو هغو هیوادونو په هکله معلومات راټول کړي چې د شمالې کوریا سره تجارت کوي، ځکه همدغه ډول تجارت د شمالې کوریا د خطرناکو اتومي پروګرامونو سره مرسته کول دي. "

میرمن هیلې وویل د امریکا متحده ایالات به په همدې روانې اوونۍ کې د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې یو نوي پریکړه لیک د تصویب دپاره په غړیو هیوادونو وویشي او غواړي چې راتلونکې دوشنبې دې پرې رایه ګیري وشي.

بل پلو بیا چین چې د شمالې کوریا ترټولو ستر تجارتي ملگری هیواد دی او روسیې دواړو په سوله ایزه توګه د حل غوښتنه کړې.

په ملگرو ملتونو کې د چین استازي وویل، چین هیڅکله د دې اجازه نه ورکوي چې د کوریا په ټاپو کې وضعیت گډو وډ شي او جنگ رامنځته شي او دغه راز ېې په شمالې کوریا ټینگار وکړچې داسي کارونه دې نه کوي چې "غلط" دي او د هغوي په گټه هم ندي.

په همدې حال کې روسیې ویلې دي چې په سیمه کې سوله د خطرسره مخ ده. په ملگرو ملتونو کې د روسیې استاځي وسیلې نیبنزیا وویل " یواځې د بندیزونو لگول دغه مسله نه حل کوي"

شمالې کوریا چې کله په ٢٠٠٦ کال د بلاسټیکي توغندیو آزموینې وکړلې، نو له هغه وخت راهیسي د ملگرو ملتونو د بندیزونه لاندی ده.

XS
SM
MD
LG