د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل-فلسطین په جګړې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه


د ملګرو ملتونو سازمان د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان او په ملګرو ملتونو کې د عربي هیوادونو د ټولنې په غوښتنه د پنجشنبې په ورځ بیړنۍ عمومي غونډه کوي چې په غزه کې د اسرائیل او حماس په جګړې بحث وکړي.

ټاکل شوې چې څه دپاسه د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو پدې غونډه کې د ګډون لپاره وزیران نیویارک ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، به پدغه ځانګړې غونډه کې وینا وکړي.

ښاغلي ګوتیریش له دې دمخه هم په غزه کې د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې وه، او په یو ټویټري پیغام کې یې لیکلي وو چې په غزه کې "ستر انساني زیان او کورونو او زیربناو ته پراخ تاوانونه" رسیدلي دي. هغه د نړیوالې ټولنې غوښتي چې غزې ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له تمویل سره مرسته وکړي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوایي ۳۰) وویل چې په غزه کې د اسرائیل او فلسطیني وسله والو ډلو ترمنځ د خونړۍ جګړې او په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه کوي.

دغه غونډه پداسې حال کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ کیږي چې نن د مې په ۲۰ (غوایي ۳۰) بیا هم اسرائیل په غزه بمبارۍ وکړې او حماس پر اسرائیل توغندي وورول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ددې غونډې هدف «د ختیځ بیت المقدس په ګډون په فلسطیني اشغال شویو سیموکې د بشري حقونو د خورا بد وضعیت» ارزول دي.

ددغې غونډې د جوړیدو وړاندیز پاکستان چې د اسلامي همکارۍ سازمان همغږی کوونکی دی او د فلسطین خودمختاره ادارې کړی دی. دا به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ددغې لوړپوړي سازمان دیرشمه فوق العاده غونډه وي چې په تیرو ۱۵کالو کې یې د خپل تاسیس راهیسې کوي.

ملګرو ملتونو دا ندي ویلي چې ددې شورا د ۴۷غړو هیوادونو څخه څومره هیوادونو پدې غونډه کې ګډون ته لبیک ویلي، خو وایي چې لږ تر لږه دریمه برخه به په کې ګډون وکړي.

دغه اعلان پداسې حال کې کیږي چې د اسرائیل-فلسطین ترمنځ د تیرو لسو ورځو راهیسې خونړۍ جګړه روانه ده او اوس نړیواله ټولنه د اوربند د رامنځ ته کیدو هڅه کوي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا پر غزه باندې د اسرائیل د بمباریو په ترڅ کې تر اوسه د ۶۵ماشومانو په ګډون ۲۳۰ فلسطینیان وژل شوي او په زرګونو کسان بیځایه شوي دي.

پدې ترڅ کې د اسرائیل پوځ ویلي دي چې حماس او په غزه کې نورو وسله والو ډلو پر اسرائیل باندې ۴۰۷۰توغندي ورولي دي خو اکثر یې ددې هیواد د توغندیو د دفاع سیستم دفع کړي دي. پدغو راکټي بریدونو کې تر اوسه په اسرائیل کې ۱۲کسان وژل شوي چې یو یې ماشوم دی. همداراز د وژل شویو کسانو له ډلې نه یو یې د هند او بل یې د تایلند اوسیدونکي دي.

XS
SM
MD
LG