د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پر افغان میرمنو محدودیتونو د بشري مرستو رسول د نویو ننګونو سره مخ کړي


طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستیو کې افغان میرمنې او نجونې په غیر حکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار څخه منع کړې.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستیو کې افغان میرمنې او نجونې په غیر حکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار څخه منع کړې.

د بشر پالنې د نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو مشر اندریکا راتواتي په افغان ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونو ته په پام ویلي چې دغو محدودیتونو د مرستې رسونې چارې د نویو ننګونو سره مخ شوي.

ملګري ملتونه د ۲۰۰۹ کال راهیسې د اګست ۱۹ هر کال د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ کال کې د عراق په پایتخت بغداد کې پر یو هوټل باندې د تروریستي برید وروسته چې په کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي سرجیو وییرا ډی میلو په ګډون د دغې ټولنې د بشري مرستو ۲۲ کارکونکي و وژل شول، دا ورځ د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

اندریکا راتواتي د دوشنبې په ورځ اګست ۱۹( زمري ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي: " افغانستان د اوږدې مودې راهیسې د بشري مرستو رسوونکو ته یو د خطرناکو ځایونو څخه دی. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه هیواد کې جګړه پای ته رسیدلې، پر افغان میرمنو باندې محدودیتونو له امله په عام ژوند کې د ښځو او نجونو ګډون محدود شوی، چې یو نوې ګواښ یې رامخې ته کړی دی."

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړې چارواکي ویلي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې افغان میرمنې د ملا د تیر په څیر اهمیت لري. هغه ویلي چې افغان میرمن په دغه هیواد کې د شتو ګواښونو او ننګونو سره سره اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې څه یې چې توان کې اوسي ترسره کوي.

ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مرستې رسونې په کارکوونکو باندې د بریدونو تازه شمیر نه دی خپور کړی، خو په شخړه کې د روغتیا د خوندیتوب ائتلاف او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د د روان کال د جون په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې تیر ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د نیولو او توفیقولو پیښې دوه چنده زیاتې شوې وې.

دغه ائتلاف ویلي چې د تیر کال په اوږدو کې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د فعالیتونو د خنډ اړوند ۱۰۹ پیښې یې ثبت کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "ددغو ۱۰۹ پیښو له ۸۰ فیصدو څخه زیاتې یې د افغان حکومت [طالبانو حکومت] پولیسو او استخباراتو ځواکونو ته نسبت ورکړل شوی چې دا ټول د طالبانو تر اغیزمن کنټرول لاندې دي. په ۲۰۲۳ کال کې د روغتیايي کارکوونکو نیول او توفیقول نږدې دوه چنده زیات شوي، په عین وخت کې د تښتولو پیښو کې ۷۵ فیصده کموالی راغلی او د وژلو پیښې نیمايي ته راکمې شوي دی."

په دې راپور کې ویل شوي چې روغتیايي کارکوونکي د بد اخلاقۍ په تور په دوامدار ډول نیول شوي او ورڅخه پوښتنې شوي دي، همداشان په نورو پیښو کې روغتیايي کارکوونکي د ښځینه او نارینه ناروغانو ترمنځ د نه جلاوالي له امله نیول شوي، د نارینه محرم پرته سفر، د اسلامي دولت خراسان د څانګې داعش سره د ادعا شویو اړیکو، مالي فساد د ادعاو، جعل او غلا د ادعاو له مخې نیول شوي او توقیف کې ساتل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا پیښې په داسې حال کې ترسره شوي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي او ددغه هیواد له دریو څخه دوه برخې وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودکوونکو قوانینو له امله اساسي خدمتونو ته د هغوی لاس رسی محدود شوی او افغانستان کې بشري چارو لپاره فضا کوچنۍ شوې چې ورسره د مرستې د سپارلو چارې محدودې شوي دي.

په شخړه کې د روغتیا د خوندیتوب ائتلاف په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۳۰ هیوادونو کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې دوه زره او ۵۶۲ پیښې ثبت کړي دي، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې ۵۰۰ پیښو زیاتیدل یا ۲۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG