د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا مشره: طالبان دې هغه فرمانونه لغوه کړي چې ښځې یې محدودې کړې


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشره کرولین رادریګز بیرکت د افغانستان په ښځو باندې د محدودیتونو د لېرې کولو اعلامیه لولي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشره کرولین رادریګز بیرکت د افغانستان په ښځو باندې د محدودیتونو د لېرې کولو اعلامیه لولي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرې کرولین رادریګز بیرکت نن دوشنبه فبروري ۲۶ (کب ۷) د افغانستان په اړه د غونډې تر پیل کېدو مخکې وویل چې طالبان باید هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې یې محدودې کړې دي.

بیرکت په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیره هم ده، هغې زیاته کړه چې «موږ د ښځو د امنیت او سولې د مشترکو اصولو د لاسلیک کوونکو په توګه، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو او علایقو لپاره خپله ژمنه تازه کوو.»

هغې زیاته کړه: «موږ د جنسیت په اساس د طالبانو دوامدار او سیستماتیک تبعیض او د هغوی له لوري د ښځو او نجونو ځپل غندو او غوښتنه مو دا ده چې طالبان دې، هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي، چې د نجونو په زده کړو، ازاد تګ راتګ او د بیان په ازادۍ باندې محودیتونه په کې دي.»

د امنیت شورا مشرې وویل چې ښځې او نجونې باید په ټولو برخو کې اساسي ازادي ولري. هغې وویل چې په نننۍ غونډې کې، چې د بندو دروازو تر شا کېږي، د دوحې د شوې غونډې او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه به معلومات ورکړل شي او خبرې وشي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګمارل کېدو په اړه مخالفت څرګند کړی دی. د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د یوناما په موجودیت کې د داسې استازي ټاکل ضروري نه دي.

د امنیت شورا مشرې وویل: «په نننۍ غونډې کې به موږ یو ځل بیا د تصمیم نیولو په ټولو برخو کې د ښځو په ګډون، برابرې او مانا دارې رهبرۍ باندې تاکید وکړو.»

ده وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه باید حساب او کتاب وي.

د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرش د دوحې د غونډې په پای کې وویل چې د افغانستان لپاره به د ځانګړي استازي د ګمارل کېدو په اړه مشورې پیلېږي چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل تنظیم کړي.

هغه ویلي وو :«پرېکړه شوې چې د مشورو لړۍ پيل کړم چې د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکل کېدو شرایط وڅېړل شي چې یوازې په تعامل کې د همغږي کووونکي رول ونه لري بلکې په اغیزناک ډول د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره هم کار وکړي.»

اکوادور، فرانسه، جاپان، جنوبي کوریا، ګیانا، مالتا، سرالیون، سلوانیا، سویس، بریتانیا او متحده ایالتونه د ښځو د امنیت او سولې د تړون لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسئولې هیدر بار د امنیت په شورا کې د تړلو دروازو شاته د غونډو په جوړولو انتقاد کړی دی.

بار ویلي: «افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې د طالبانو تر بریدونو او ګواښونو لاندې دي دا حق لري په دې پوه شي چې د څه په اړه خبرې او پریکړې کیږي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG