د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان له وضعیت څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکثریت غړو اندیښنه


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د یادې شورا د دایمي استازو په شتون کې د افغانستان په اوسني وضعیت بحث وکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مرستیال مارټین ګریفتس چې د ویډیو کنفرانس له لارې دې غونډې ته وینا کوله د افغانستان روان وضعیت ډیر ناوړه وباله، هغه وضعیت چې میلیونونه افغانان په لوږه او فقر کې ژوند کوي.

ښاغلي ګریفتس وویل:" اوه نیوي سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي، له دریو څخه دوه برخې د خپلې بقا لپاره نړیوالو بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري. شل میلیونه نفوس له جدي لوږي سره مخ دی، نیم نفوس پاکو صحي اوبو او روغتیایي خدماتو ته ضرورت لري. یو اعشاریه یو میلیون تنکۍ نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوي دي."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د افغانستان کابو اوه میلیونه نفوس په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي او ۳.۴ میلیونه نور افغانان د خپل هیواد په داخل کې بیځایه شوي دي.

هغه زیاته کړه، افغانستان د اوږدو جګړو، فقر او اقتصادي رکود تر څنګ یاد هیواد د اقلیمي مشکلاتو او وچکالۍ څخه هم ځوریدلی دی او دا کار د خلکو د بیځایه کیدو، د مختلفو ناروغیو د خپریدو لامل شوی دی. د هغه په وینا د ژمي سړه هوا بل مشکل دی چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.

ګریفتس زیاته کړه د پیسو لیږد او بشري مرستې د افغانستان د مشکل د هواري‌ اوږدمهاله لار نده خو ددې مرستو بندیدل او کمیدل به ناوړه پایلې ولري.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دایمي استازي سفیر رابرټ ووډ په دې غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د افغانستان وضعیت خراب شوی دی ځکه د یادې ډلې مشران بشري حقونه په خاص ډول د میرمنو او نجونو حقونه، زده کړو ته د نجونو لاسری او د سوله ایزو غونډو د جوړیدو په برخه کې د میرمنو او نجونو حقونه نه مراعت کوي.

ښاغلي ووډ وویل، په افغانستان کې دیری خپلواکې رسنۍ یا تړل شوي او یا هم تر شدید سانسور لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه:"کوم کسان چې جرت کوي او د ‌طالبانو په ضد غږیږي، نیول کیږي‌ او یا هم تر هغه په بد وضعیت کې راوستل کیږي."

دغه امریکایي دیپلومات همدارنګه زیاته کړه چې د طالبانو کړنې ددې لامل شوي چې افغانستان د پخوا په پرتله ډیرو بشري مرستو ته محتاج او له ډیرې اقتصادي ماتې سره مخ شي.

ووډ زیاته کړه، متحده ایالات هڅه کوي طالبانو د هغو ژمنو عملي کیدو ته وهڅوي چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات له طالبانو تمه لري چې د دوحې د هوکړې له مخې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، د تګ راتګ د آزادۍ او د همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه:"د خپل هیواد د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنخ د جدي ملي سیاسي ډیالوګ پرته، موږ ممکن د یوې نوې منازعې د رامنځ ته کیدو شاهدان ووسو."

د چین او هند اندیښنې

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون د امنیت شورا په دې غونډه کې د طالبانو له ادارې وغوښتل چې په هغه هیواد کې د بهرنیو دیپلوماتانو امنیت ټینګ کړي.

دغه چیني چارواکي وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې وسله والو بریدګرو د ډسمبر په ۱۲ نیټه په کابل کې پر یو هوټل چې چیني اتباع پکې اوسیدل برید وکړ.

په دې بررید کې پنځه چینایي اتباع ټپیان شول او د داعش خراسان څانګې د برید مسولیت پر غاړه واخیست. ددې برید وروسته، بیجینګ د ډسمبر په ۱۳ نیټه د خپل هیواد له وګړو وغوښتل چې ډیر ژر له افغانستان څخه ووځي.

جون همدارنګه وویل چې نړیواله ټولنه باید "دوه ګونی معیار" یوې خوا پریږدي او له افغانستان سره د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي څو یاد هیواد یو ځل بیا د القاعده ،داعش او د ترکستان د غورځنګ په شان ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نشي.

په ملګرو ملتونو کې د هند سفیرې روچیرا کامبوج چې د ۱۹۸۸ کمیتې یا پر طالبانو د بندیزونو د کمیټې مشري پر غاړه لري، وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او د القاعده او داعش د خراسان څانګي په شان د ترهګرو ډلو د فعالیت په زیاتیدو اندیښنه لري.

د میرمن کامبوج په وینا، د بندیزونو د کمیټې د راپور له مخې چې د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې وړاندې شو، د طالبانو د مشرانو ۴۱ غړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو ‌په لست کې دي، د طالبانو د کابینې غړیتوب لري او یا هم د یادې ډلې په اداره کې ښه موقف لري.

خو هغې وویل اوس بارونه داسې دي چې د طالبانو څه باندې ۶۰ غړي چې په لست کې شامل دي د طالبانو د حکومت په کابینه او نورو مهمو برخو کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند سفیر همدارنګه د نظارت د ټیم د راپور پر اساس وویل چې طالبان لا هم له القاعده سره نږدې اړیکي او د داعش خراسان څانګه په افغانستان او سیمه کې لومړی درجه تهدید ګڼل کیږي.

میرمن کامبوج په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې د نجونو او میرمنو د بشري وضعیت د خرابوالي تر څنګ وویل چې د طالبانو حکومت همه شموله ندی. د هغې په وینا طالبانو د خپلو پخوانیو کړو ژمنو خلاف پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د همه شموله حکومت د جوړیدو، د بشري حقونو او د نجونو د زده کړو او ښځو ته د کار د زمینې د برابریدو په برخه کې خپلي ژمنې ندي عملي‌ کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان سفیر منیر اکرم هم په افغانستان کې له روان وضعیت څخه د خپل هیواد اندیښنه څرګنده کړه. خو نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت څخه د اندیښنې په ښودلو سره سره وویل" موږ اوس هم باور لرو چې د افغانستان له موقت حکومت "طالبانو حکومت" سره تعامل په افغانستان او سیمه کې د سولي او ثبات لپاره ښه انتخاب دی."

هغه وویل له طالبانو سره تعامل نه یوازې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره شرایط برابروي بلکې د همه شموله حکومت د جوړیدو زمینه مساعدوي‌ بلکې په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو سره هم مرسته کوي.

اکرم وویل:" د طالبانو انزوا او خصومت په تیر کې بریالی ثابت نشو او په راتلوکې کې به هم معکوسه نتیجه ولري."

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني په افغانستان کې اوسنی وضعیت له ننګونو ډک وباله. هغه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نقل وویل چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله به درې میلیونه زیات وي.

دغه ایراني چارواکي وویل چې افغانانو ته بشري مرستې ډیرې مهمې دي خو ټینګار یې وکړ چې د مرستو برابریدل په اوږده مهال کې نشي کولی د هغه هیواد د خلکو مشکلاتو ته رسیدګي وکړي، مګر دا چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي‌ وضعیت ښه شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر همدارنګه وویل چې د طالبانو حکومت د همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې په خپلو ژمنو کې ناکام وو.

XS
SM
MD
LG