د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: طالبان باید معترضې مېرمنې ژر تر ژره له بنده خوشي کړي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، د طالبانو لخوا د څو تنو نیول شوو معترضو ښځو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

ریچارد بنیت د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري اوومه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، څو تنې معترضي ښځې چې په دغه هیواد کې د نجونو د متوسطه ښوونځيو بندېدو په غبرګون کې سوله ییز اعتراض کړی و، د طالبانو اړوند کسانو لخوا نیول شوي دي.

ښاغلي بنیت زیاته کړې چې د راپورنو له مخې فاطمه محمدي، ملالۍ هاشمي، او روقیه ساعي چې په کابل کې د تیري ورځې اعتراضیه حرکت کې ګډون کړی و، نیول شوي او اوس مهال د طالبانو په بند کې دي.

هغه زیاته کړې: "زه له کوم قید او شرط پرته د هغوی د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کوم."

یو شمېر معترضې ښځې چې پرون یکشنبه یې د کابل ښار لوېدیځه څنډه د «پل سخته» سیمې مربوطاتو کې خپل لاریون پيل کړی و «تحصیل زموږ حق دی»، «پرېږدی چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي» او «تحصیل زموږ سره کرښه ده» شعارونه یې ورکول.

د دغه اعتراضیه حرکت یوې ګډون کوونکي نسرین فرامرز امریکا غږ ته وویل چې د لاریون تر پيل څو دقیقې وروسته، طالبان هغوی محاصره کړې او یو شمېر ښځې ونیولې.

اغلې نسرین زیاته کړه چې د رقیه ساعي، فاطمې محمدي، یاقوت ماندګار او ملالۍ هاشمي په نوم معترضې ښځې د طالبانو امنیتي کسانو لخوا نیول شوي دي.

خو په کابل کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو تر دامهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا حاکمیت وروسته، د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر «امرثاني» و ځنډول او همدارنګه یې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې هم په پوهنتونونو کې تر «امرثاني» پوري له تحصیل څخه منع کړې چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

تمه کېده چې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره به طالبان د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازې خلاصې کړي، خو تر دا مهاله یې پدې اړه اعلان نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د یو شمېر هغو فعالانو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شو چې د طالبانو پر سیاستونو یې انقتادونه کړي و.

د راپورنو له مخې د نرګس سادات، لیکوال زکریا اصولي، سندر غاړی موسی شاهین، افغان لااصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون یو شمېر نور فعالان اوس هم د طالبانو په بند کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(يوناما) تیره میاشت وویل چې پدې وروستيو کې د طالبانو لخوا په یو شمير ولايتونو کې د خبريالانو او ښځينه فعالانو نيول زيات شوي دي٠

يوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د "خپل سرو نيونو" په اړه اندېښنه ښودلې او له طالب چارواکو څخه يې غوښتي چې بشري حقوقو او د خلکو اساسي ازاديو ته احترام وکړي٠

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په کابل کې د یادو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه ویلي.

XS
SM
MD
LG