د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه طالبانو ته: د ښځو د حقونو په برخه کې له نورو اسلامي هیوادونو پیروي وکړئ


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل بچلیت د جمعې په ورځ جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۰) له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي او د هغوی «منظمه ځپنه» پای ته ورسوي.

میشل بچلیت په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې په تیر اګست میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې د افغان میرمنو او نجونو «ناهیلې کوونکي وضعیت» چې پدې هیواد کې ورسره مخامخ دي شرحه کو.

آغلې بچبیت وویل: «ښځې او نجونې د څو لسیزو په ترڅ کې د ترلاسه شویو حقونو چټک او مهم پر شا تګ تجربه کوي...که یو څه په چټکه بدل نشي د هغوی راتلونکی به نوره هم تیاره وي.»

میشل بچلیت په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا بیړنۍ غونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې باندې د «لا نورو مشخصو هڅو» غږ وکړ چې پر طالبانو باندې فشار راوړي چې د بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په ځانګړې توګه هغې وویل: «زه په کلکه د بالفعل مقاماتو [طالبانو] غواړم چې د اکثریت میشته اسلامي ټولنو سره چې د ښځو او نجونو د حقونو په ترویجولو کې تجربه لري، لکه څنګه په نړیوال قانون کې تضمین شوي، تعامل وکړي.»

میشل بچلیت چې د مارچ په میاشت کې افغانستان ته تللی وه وویل چې متوسطه ښوونځي د څه دپاسه یو میلیون نجونو پر مخ تړل شوي او ښخې په پراخه توګه د کار او د محروم پرته له سفر کولو څخه محرومې او منع شوې دي. همداشان امر شوی دی چې په عامه ځایونو کې د حضور پر وخت باید خپل مخ پټ کړي.

د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله د بیا واکمن کیدو وروسته د نرم چلند کولو په هکله طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی؛ د نجونو متوسطه او لیسې ښوونځي لا هم تړلې دي او په څو ادارو کې د استثنایي کار کولو پرته ښځې د کار او سفر کولو له حق محرومې شوې دي.

د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱، پورې طالبانو په خپله لومړۍ دوره حاکمیت کې په پراخه توګه ښځې د کار او زده کړو له حق څخه محرومې کړې وې.

میرمن بچلیت زیاته کړه: «د ټولو دغو ضمانتونو سره سره مونږ د عام محضر څخه د ښځو او نجونو د حذف کیدو او د هغوی د منظم ځپنې شاهد یو.»

هغې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل د نجونو د متوسطه او لیسو د بیرته پرانستلو لپاره یو مشخصه نیټه وټاکي او د شرعي محرم سره د سفر کولو او د مخ د پټولو امر لغو کړي.

دا پړاسې حال کې دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله نن د لومړي ځل لپاره په کابل کې د علملو د غونډې په وړاندې راڅرګند شو او وویل چې: «نړۍ دې د افغانستان په چار کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچ چا فرمایشات نه منو.»

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵ مې راهیسې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر کابل ته سفر کوي او په یوه لویه غونډه کې وینا کوي.

دا رپوټ د فرانس پرس آژانس د معلوماتو په اساس جوړ شوی

XS
SM
MD
LG