د لاس رسي وړ اتصالات

اوتنبایووا: دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته باید د حل لار ولټول شي


افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا (ارشیف)
افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن روزا اوتونبایووا، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له چارواکو سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په مسله خبرې کړي دي.

د باختر دولتي خبري آژانس، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي، چې میرمن روزا اوتونبایووا د پنجشنبې په ورځ جون اتم (جوزا ۱۸) د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته په اشارې ویلي، چې باید دې مسلې ته یوه مناسبه حل لار ولټول شي.

د باختر اژانس د رپوټ له مخې د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې ته ویلي، چې هر هېواد خپل کلتور او ټاکل شوي قوانین لري او د طالبانو حکومت هڅه کوي، چې د خپل کلتور او قوانینو په رڼا کې کار وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي.

همداشان هغه په دغه کتنه کې د یوناما له عمومي مشرې څخه غوښتي، چې ملګري ملتونه دې له افغانانو سره د کوکنارو د بديل کښت او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هم د خپل ټویټر په پاڼه افغانستان کې د ملګرو ملتونود لوړ پوړې چارواکې سره د دغه وزارت د مسلکي معین د کتنې خبر خپور کړی، خو په دې اړه چې په دې کتنه کې په کومو مسلو خبرې شوي معلومات نه دي ورکړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د طالبانو د حکومت د دغه چارواکې سره د کتنې او په کتنه کې بحث په اړه تراوسه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د څو محدودو ادارو پرته په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په غیر دولتي موسسو کې هم د ښځو په کار بندیز ولګوه.

د طالبانو حکومت ددغو بندیزونو په دوام د روان کال د اپریل د میاشتې په څلورمه د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه، چې د نړیوالې ټولنې د پراخ غبرګون سره مخ شو.

نړیوالې ټولنې دغه بندیز د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې وګڼه او د طالبانو څخه یې ژر ترژره ددغه بندیز د لیرې کیدو غوښتنه وکړه. خو طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د مرستې رسونې په موسسو کې د ښځو په کار د بندیز وروسته یو شمیر نړیوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا بند کړل او یایې هغه پروګرامونه، چې ښځو په کې کار کوه وځنډول.

د روانې اونۍ په سر کې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د کندهار په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې ددغې موسسې د مرستو د رسونې د پروګرامونو د بیا پیلیدو خبر ورکړ.

ددغې شورا عمومي منشي یان اګیلنډ د دوشنبې په ورځ جون پنځم (جوزا ۱۵) د خپل ټویټر په پاڼه په کندهار او ځینو نورو برخو کې د ناروې د کډوالو د شورا د موسسې د فعالیتونو بیا پیلدل تائید کړي دي.

یان اګیلنډ لیکلي و: "زه خوشاله یم، چې دا تائیدوم، چې مونږ په دې وتوانیدو، چې د بشري چارو خپل عملیات په کندهار کې او د افغانستان په یو شمیر نورو ساحو کې بیرته له سره پیلوو. د بشري مرستو زمونږ ټول ښځینه او نارینه کارکوونکي د ښځو او نارنیه وو او همدارنګه نجونو او هلکانو لپاره کارکوي".

تراوسه دا لا څرګنده نه ده، چې طالبانو حکومت یوازې د ناروې د کډوالو شورا ته د خپلو فعالیتونو د بیا پیلیدو اجازه ورکړې او که نورو غیردولتي موسسو ته یې هم د فعالیت اجازه ورکړې ده.

طالبانو تراوسه د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان ددغه ډلې په بیا واکمنیدو وروسته پر ښځو سخت بنديزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG