د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په طالبانو غږ وکړ چې د ښځو د سنګارتونونو د تړلو فرمان لغوه کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر [یوناما] په واکمنو طالبانو غږ کړی دی چې د ښځو د سنګارتونونو د تړل کېدو په اړه فرمان لغوه کړي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت تېره ورځ وویل چې د دغې ډلې د امیر المومنین د لارښوونې په اساس په افغانستان کې د ښځو د سنګار صالونونه بندوي.

یوناما نن چهارشنبه جولاۍ څلورمه (سرطان۱۴) په یوې اعلامیې کې وویل: «موږ په واکمنو مقاماتو غږ کوو چې د سنګارتونونو د تړلو په اړه فرمان بند کړي. د ښځو په حقونو باندې دا نوی بندیز په اقتصاد باندې منفي اغیز کوي او د ښځینه متشبثینو سره د اعلان شوي ملاتړ خلاف دی.»

یوناما ویلي دي چې خپلو شریکانو سره، چې په ښځو باندې د بندیزونو لېرې کېدل غواړي، په دې مسئلې باندې په خبرو کې دخیله پاتې کېږي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته، په شاوخوا دوو کلونو کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجوتو په زده کړو د بندیز تر څنګ، د ښځو په کار او تجارت هم بندیز لګولی دی او نور محدودیتونه یې وضع کړي.

طالبان وايي پرېکړې یې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس دي، خو یو شمېر اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترې غوښتي چې په ښځو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

د طالبانو د حکومت د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په سنګارتونو باندې نوی بندیز یې د مشر هبت الله د شفاهي امر په اساس لګول شوی دی.

ټاکل شوې، چې ددې امر له مخې به د یوې میاشتې وروسته ښځې د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې د سینګار خونو د فعالیت اجازه ونلري. همداشان د کابل ښاروالۍ څخه غوښتل شوي چې له دې وروسته ښځو ته د سینګار خونو د پرانیستلو جواز ور نکړي.

د سنګارتونونو ځینو مالکانو او د متشبثینو د طالبانو دا پرېکړه غندلې دي او دا یې د ښځو د کار او تجارت د ځپلو په مانا بللی دی.

XS
SM
MD
LG