د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: تېرکال د طالبانو په بریدونو کې ۱۸۸۵ ملکي افغانان وژل شوي


په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.
په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب۵) په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

د یوناما په راپور کې ویل شوي دي چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو له پيلېدو وروسته ملکي تلفات زیات شوي دي چې ډېر مسولیت یې د طالبانو په غاړه دی.

یوناما وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې د تاوتریخوالي په "پېښو کې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي". یانې هره میاشت شاوخوا ۲۵۳ تنه وژل شوي دي.

یوناما وايي د دغو تلفاتو ۴۶ فیصده مسولیت وسله والو طالبانو، اته سلنه د داعش ډلې او ۲۲ سلنه افغان سرتیرو ته ورګرځي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۸۸۵ ملکي وګړي د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۳۵۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي. دا هره میاشت شاوخوا ۱۵۷ کسان کیږي.

همدارنګه ۸۴۱ نور د حکومت پلوه ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي ۱۳۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي ۲۰۱۹ کال ته په ۲۰۲۰ کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۵ سلنه ټيټه شوې، خو په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

د ۲۰۲۰ کال په وروستیو میاشتو کې بین الافغاني مذاکرات هم پيل شول.

یوناما وايي په دغه موده کې د هدفي بریدونو او ماینونو د چاودنو له امله ملکي تلفات ۴۵ په سلو کې زیات شوي.

راپور کې راغلي دي چې د سولې د خبرو پیل هم " ونه توانیده چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو کچه راټیټه کړي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خبریالان، مدني فعالان، بشري فعالان او د امنیتي سرتیرو د کورنۍ غړي په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.

افغان حکومت تر دا مهاله د یاد راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو وسله والو طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

یوناما د ملکي وګړو خوندیتوب ته په اشارې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.افغان حکومت، د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټينګار کړی.

XS
SM
MD
LG