د لاس رسي وړ اتصالات

یاماموتو: د سولې او ټاکنو بهیرونه باید په یو بل اغېز ونکړي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا «یوناما» مشر تدامیچي یاماموتو وايي، د سولې او ټاکنو بهیرونه باید په یو بل منفي اغېز ونکړي او یو بل ټکنی نه کړي.

نن یکشنبه د «چنګاښ پر۹مه» د یوناما له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي یاماموتو له قوله ویل شوي دا چې د یادو بهیرونو ترمنځ روښانه اړیکې موجودي دي، نو باید یاد دواړه بهیرونه په پوره ژمنتیا سره پرمخ ولاړ شي.

یاماموتو دا ټینګار پر داسې مهال کوي چې تېره ورځ په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرات پيل شوي او په افغانستان کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتووالی روان دی.

ملگرو ملتونو ټاکنې د افغانستان د ډیموکراتیک سیاسي جوړښت د مشروعیت د بیا ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه لحظه بللې او ویلي یې دي چې د دغه مهم سیاسي بنسټ په اړه باید ډاډ رامنځته شي.

د یوناما په بیان کې د ښاغلي یاماموتو له قوله ویل شوي، چې افغانستان له ټاکنو وروسته د ناورین د دوام زغم نه لري.

نوموړي اندېښنه ښودلې که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ناورین ته ولاړې شي په پایله کې به یې یو ضعیف ولسمشر رامنځته شي.

یاماموتو ویلي: "افغانستان له ټاکنو وروسته ناورین د دوام او اوږدیدو زغم نه لري، چې کیدی شي په پایله کې یې له ضعیفه ډیموکراتیک او کورنۍ مشروعیت څخه یو برخمن ولسمشر رامنځ ته شي، چې دا کار به د افغانانو په یو والي او د یوه ارزښتناکه ټول شموله سولې په برخه کې د نوي ولسمشر وړتیاو ته زیان ونه رسوي."

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه د دغو دواړو بهیرونو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره اونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د سولې روانو خبرو کې ښه پرمختګونه شوي چې تمه ده د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې له طالبانو سره د سولې موافقې ته ورسیږي.

د افغان سولې په اړه روانې خبرې پر داسې مهال نوي پړاو ته داخلیږې چې ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هم د سپټمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شي.

تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې سوله مهمه ده، خو ټاکنو ته هم باید چمتووالی ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د رایو ورکوونکو د نوم لیکني تقویتي بهیر له غزني پرته په نورو ټولو ولایتونو کې پای ته ورسېدی.

XS
SM
MD
LG