د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: هوایي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله زیاته شوې


ملګرو ملتونو ویلي افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تیرکال د همدې مودې پرتله ۵۲ فیصده زیاته شوې
ملګرو ملتونو ویلي افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تیرکال د همدې مودې پرتله ۵۲ فیصده زیاته شوې

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د روان عیسوي کال په تیرو نهو میاشتو کې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۵۲ فیصده زیاته شوې ده.

د "یوناما" د پلټنو له مخې د روان عیسوي کال په تیرو نهو میاشتو کې لږ ترلږه ۲۰۵ تنه ملکي وګړي په هوایي بریدونو کې وژل شوي او ۲۶۱ نورټپیان شوي دي.

ملګروملتونه وایي چې په هوايي بریدونو کې د وژل شویو او ژوبل شویو ملکي وګړو له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان وو.

یوناما وایي، په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ۳۸ فیصدو مسولیت د نړیوالو ځواکونو او پاتې یې د افغان هوايي ځواکونو پر غاړه دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما، د ۲۰۰۹ کال راهیسې په هر دریو میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپروي.

د ملګرو ملتونو دفتر په خپل دغه تازه راپور کې چې تیر ماښام خپور شو ویلي چې دغې ادارې د روان عیسوي کال د لومړۍ ورځې څخه د سپټمبر د میاشتې تر ۳۰ مې پورې د ۸۰۱۹ ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه اسناد راټول کړي دي. د یونانا په وینا په دغه شمیر کې ۲۶۴۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۵۳۷۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دفتر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ۶۴ فیصدو مسولیت د افغان حکومت پر مخالفو وسله والو ډلو او د شلو فیصدو مسولیت یې د افغان حکومت پر پلوي ځواکونو اچولی دی.

خو دغې ادارې ویلي چې د ملکي وګړو ۱۱ فیصده مرګ ژوبله د افغان حکومت د پلوي او مخالفو وسله والو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې پیښه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې ۵ فیصده ملکي تلفات د نورو عواملو له امله چې لوری یې څرګند نه دی پیښ شوي.

د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې په تیرو نهمو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو ډیره مرګ ژوبله په کابل، هلمند، کندهار، ننګرهار او د فاریاب په ولایتونو کې د ځمکنیو جګړو، ډله ایزو ځانمرګي بریدونو او د سړک د غاړې د ماین چاودنوله امله پيښه شوې ده.

یوناما، په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواو غوښتي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو لا د یوناما راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې ټولو ته څرګنده ده چې "طالبان او نورې افراطي ډلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي".

د جنرال وزیري په وینا طالبان د ملکي وګړو د اوسیدانی په ځایونو کې ځانونه پټوي او د ملکیانو څخه د سپر په توګه کاراخلي.

طالبانو لا تر اوسه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دغې ډلې دمخه د ملګروملتونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دا ډول راپورونه یو اړخیز بللي وو.

XS
SM
MD
LG