د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: مذهبي ځایونو باندې بریدونو کې ۲۶۱ تنه وژل شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سې‌شنبې په ورځ پر مذهبي ځایونو، لمونځ‌کوونکو او مذهبي مشرانو باندې د بریدونو د کچې د زیاتوالي په اړه خپل رپوټ خپور کړ.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۶ کال د جنوري له لومړۍ څخه تر دې مهاله په افغانستان کې د عبادت پر ځایونو، لمونځ‌کوونکو او مذهبي او قومي مشرانو باندې ۴۲ بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې، ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۷۲ نور ټپيان شوي دي.

د یوناما د شمیرو له مخې، د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر اوسه د دا ډول بریدونو په نتیجه کې د مرګ‌ژوبلې کچه، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو د مودې په پرتله، دوه برابره زیاته شوې ده.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو هغو ډلو ته چې دا ډول بریدونه ترسره کوي په خطاب کې ویلي "قانون ته د درناوي په خاطر، د عبادت‌کوونکو او مذهبي مشرانو په نښه کول ودروئ".

ښاغلي یاماموتو له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه هغه کسان چې په فرقه‌یي بریدونو کې په نښه کیږي، د ژوند د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر مذهبي ځایونو په ځانګړي ډول د شعیه‌ګانو پر جوماتونو باندې، یو لړ خونړي بریدونه ترسره شول، چې د اکثرو دغو بریدونو مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG