د لاس رسي وړ اتصالات

د کاج په مرکز د برید یو کال وشو؛ یوناما وايي د قربانیانو کورنیو ته ځواب نه دی ویل شوی


n
n

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" کابل کې د کاج په تعلیمي مرکز باندې د خونړي برید څخه د یو کال په پوره کیدو ددغه برید د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي، چې دا اداره د ټولو هغو کسانو ترڅنګ ولاړه ده چې په دغسې بریدونو کې یې زیان لیدلي دی.

یوناما د یکشنبې په ورځ اکتوبر اول(تلې نهم) په یوه اعلامیه کې، چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه خپره کړې ویلي، چې تیر کال د سپټمبر۳۰ (تلې اتم) د کاج په تعلیمي مرکز باندې په یو وسله وال برید کې ددغه مرکز ۵۴ زده کوونکي ووژل شو او ۱۱۴ تنه نور ټپیان شوي و.

یوناما ویلي: " تیرکال په همدې ورځ په کابل کې د کاج په تعلیمي مرکز باندې په یوه وحشتناک برید کې ۵۴ تنه ووژل شول او ۱۱۴ تنه نورټپیان شو- اکثریت قربانیان هزاره افغانان وو. یوناما ددې برید او د نورو دغسې ډیرو بریدونو د قربانیانو او د هغوی د خپلوانو او هغوی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په نورو دغسې ډیرو بې حسه بریدونو کې ورته زیان رسیدلی، ترڅنګ ولاړه ده."

اعلامیه زیاتوي: " د لسیزو جګړو په لړ کې، بې شمیره بریدونو خلکو ته نه جبران کیدونکي زیانونه اړولي او کورنۍ یې له ځواب، عدالت او حساب ورکولو پرته پریښودلې. موږ د یوه داسې افغانستان لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکوو چې ټول پکې پرته له وېرې خپل ورځنی ژوند وکړي، او د تاوتریخوالي عاملین پکې مجازات شي".

د تیر ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې په اتمه څو تنو وسله والو بریدګرو د کابل ښار په لویديځ کې د کاج په تعلیمي مرکز هغه مهال برید وکړ، چې په دغه مرکز کې په سلګونو ځوانو زده کوونکو، چې اکثره یې نجونې وې د کانکور په یوه ازمایښتي ازموینه کې برخه اخیستې وه.

ددې برید اکثره قربانیانې ځوانې نجونې وې.

ددغه برید شاوخوا یوه میاشت وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په یو برید کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې " داعش" د ډلې هغه شپږ تنه، چې د کاج په تعلیمي مرکز باندې په برید کې یې لاس درلود وژلي دي.

د کاج په تعلیمي مرکز باندې د تیرکال د برید مسوولیت تراوسه د داعش په ګډون هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر "یوناما" جون ۲۷( چنګاښ شپږم) وویل چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۳ د مۍ تر میاشتې پورې په بریدونو او چاودنو کې څه باندې ۳۷۰۰ کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

یوناما ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په تیرو دوو کلنو کې په عبادت ځایونو او هزاره ګانو باندې بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې ملکیانو ته په کې زیات تلفات اوښتي دی.

د یوناما په راپور کې ویل شوي، چې دغې ادارې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې تر ۳۰ پورې د مرګ او ژوبلې ۳۷۷۴ پېښې ثبت کړي چې درې په څلورمه برخه یې په عبادت ځایونو، ښوونځیو او مارکیټونو کې د چاودنو له کبله پیښې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مخالفې وسله والې جبهې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د کاج په تعلیمي مرکز په برید کې تویې شوي ویني به له پامه ونه غورځول شي.

ښاغلي مسعود لیکلي:" دغه تراژدي اودا پاکې ویني به له یاد څخه ونه ایستل شي، ملا مو تړلې ده، ترڅو د هیواد ټولو وګړوله حقونو څخه دفاع لپاره هرهغه څه چې په توان کې لرو ترسره کړو".

همداشان د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر افغان کارونکو هم ددې خونړي برید د یو کال په پوره کیدو د برید د قربانیانو د دغه برید څخه زیانمن شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو د څار د سازمان یوې څیړونکې فرشته عباسي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي دي:"یو کال دمخه په دې ورځ د کاج په تعلیمي مرکز باندې په یو برید کې له سلو زیات هزاره زده کوونکي مړه او ټپیان شو، چې اکثرو یې له اتلس کلنو څخه ښکته عمرونه لرل. هزارګان د اوږدو کلنو راهیسې دردونه زغمي، په دغو بریدونو کې خپل خپلوان له لاسه ورکوي. دغه درد که درولی شي ویې دروه".

همداشان د بشري حقونو یو بلې فعالې فرشته رضايي لیکلي: " ددغې برید د قربانیانو د یادونې پر مهال راځئ، چې د تعلیمي مرکزونو ساتنه وکړوترڅو هرماشوم ته د هغوی د هویت پیژندلو پرته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شي او هغوی په یو خوندي چاپیریال کې خپلو هیلو ته ورسیږي".

فاطمه امیري، چې د کاج په تعلیمي مرکز باندې په دغه برید کې سخته ټپي شوې وه او یوې سترګې ته یې زیان رسیدلی و، د برید څخه وروسته د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ اود ۳۱۳ نمرو په اخیستلو د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځې ته کامیابه شوه.

میرمن امیري په افغانستان کې په زده کړو د طالبانو د حکومت د بندیز وروسته ترکیه ته لاړله. نوموړې ویلي چې خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG