د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو: روان کال دوه افغان خبریالان د دندې پرمهال وژل شوي


د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او کلتوري اداره (یونسکو) وايي دا کال دوه افغان خبریالان په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال وژل شوي دي.

د یونسکو د تازه راپور په اساس چې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) خپور شو، دا دوه خبریالان په هغو لږترلږه ۳۸ خبریالانو کې شامل دي چې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې د خپلې دندې پر مهال وژل شوي دي.

خو د بې پولې خبریالانو ټولنې د جنوبي اسیا مشرې سیلیا مرسیر امریکا غږ ته ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي، نهه نیول شوي او ۲۱ نور لا هم بندیان دي. هغه وايي چې د طالبانو له خوا لګول شوی سانسور د رسنیو د ځپلو برخه وه.

سیلیا مرسیر وویل: "په افغانستان کې خبریالان خوندي ندي او په ډیرو مواردو کې ګواښل شوي او وژل شوي، د راپور ورکولو په خاطر زندانونو ته اچول شوي، د خپلو دندو او هیواد پریښودو ته اړ شوي دي چې دغه وضعیت خبریالان له ستونزو سره مخ کړي دي او مجبور شوي چې مهم مسایل و نه پوښي. طالبان پر خپلو پالیسیو نیوکې او مخالف نظر نه شي زغملی."

د خبريالانو د خونديتوب د کميټې د اسيا د پروګرام همغږي کوونکې ليه يي به، وايي، هغه څه چې په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو د نيولو او ځورولو په اړه ويل کېږي، په هغه هېواد کې د خبريالانو د اصلي وضعيت د حقيقت يوه ډېره وړه برخه ده.

هغې وويل: "په افغانستان کې پر رسنيو بندیز لګول شوى چې د خپلو خبريالانو د توقيف په اړه معلومات په عامه توګه اعلان نه کړي، که نه نو له عواقبو سره مخ کېږي. د همدې سانسور له امله، د نیول شويو ژورنالیستانو کره شمېره معلومول ستونزمن کار دی."

خو په کابل کې د افغان خبريالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر عبدالقديم ویاړ وايي چې په ٢٠۲٣ کال کې د خبريالانو د نيولو او زنداني کېدو شمېر د تېر کال په پرتله کم و.

هغه وايي چې د طالبانو د حکومت په لومړي کال کې په حکومت کې د بدلونونو له امله د طالبانو پوځيان او چارواکي د رسنيو له فعاليتونو سره اشنا نه وو او له همدې امله یې د واک په لومړني کال کې د رسنيو د ځپلو اندازه د سږ کال په پرتله لوړه وه.

د بې سرحده خبریالانو سازمان د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې راپور ورکړ چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ بندې شوې او ۸۰۰۰ خبریالانو چې ۸۰ سلنه یې ښځې دي، خپلې دندې پرېښې دي.

عزت الله سلیمي، یو افغان خبریال چې د انتقادي راپورونو د جوړولو په خاطر د طالبانو له خوا نیول شوی او بیا خوشې شوی، اوس په پاکستان کې پناه اخیستې ده. هغه وايي بې روزګاري اوس د افغان خبريالانو لویه ستونزه ده.

خو ښاغلی ویاړ وايي، د ډله ییزو رسنیو هېڅ قانون نشته چې د رسنیو سرغړونې تعریف کړي. هغه وايي چې د رسنیو د سرغړونې د نامعلوم تعریف یوه برخه د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په مداخلې او تعقیب سره حل شوې ده.

د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مشر زياته کړه چې د طالبانو د حکومت وياند ورسره ژمنه کړې چې د ډله ييزو رسنيو قانون به ډېر ژر تصويب شي.

د روان کال په نیمایي کې طالب چارواکو د رسنیو د نوي قانون مسوده د تصویب لپاره د دغې ډلې مشر ته وسپارله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا غږ سره په مرکه کې د دغه نوي قانون په اړه هغه مهال ویلي وو چې "د دې طرحې شاوخوا ۷۰ سلنه برخه له پخواني قانون څخه اخیستل شوې" او د ځینو برخو د تعدیل موخه یې دا ده چې دغه قانون "له شریعت سره سمون وخوري.''

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې دوی ملي او اسلامي ارزښتونو ته په درناوي سره په افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي.

خو د بې سرحده خبريالانو د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پيلېدو راهیسې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنۍ، ۸۰ تلويزيوني شبکې، ۱۳۷ راډيويي چينلونه او ۱۳ خبري اژانسونه بند شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG