د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې پر کومو موضوعاتو بحث کیږي؟


سږ کال د ملګرو ملتونو پر عمومي غونډې باندې د بریتانیې د ملکې مړینې او په اوکراین کې د روسیې روانې جګړې سوری غوړولی دی.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي غونډه پداسې حال کې دایریږي چې د سپتمبر په ۱۹مه د بریتانیې د ملکې الیزابت دوهمې جنازه ده. د غونډې د ځینو بحثونو وختونه داسې ترتیب شوي دي چې د نړۍ مشران وکولای شي په جنازه کې له ګډون وروسته له لندن څخه نیویارک ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي سږنۍ غونډه پداسې حال کې جوړیږي چې نړۍ له "ستر ګواښ" سره مخامخ ده.

انتونیو ګوتریش وویل: "جګړې او د اقلیم وضعیت نړۍ ځپلي، کرکې وېرولې او د بې وزلۍ، لوږې او نابرابرۍ سره لاس او ګرېوان ده".

په اوکراین کې د روسیې جګړه د غونډې دپاره مهمه مسله ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن پنج شنبې د بهرنیو چارو د وزیرانو په سطحه پر روانو حالاتو خبرې کوي. د اوکراین زاپوریژیا اتومي بټۍ ته پېښ خطر یوه ستره اندېښنه بلل کیږي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافیل ماریانو ګروسي وویل: "موږ له اور سره لوبې کوو. موږ نشو کولی داسې یو حالت ته دوام ورکړو چې یوې اتومي پېښې ته بیخي ورنږدې یو. د زاپوریژیا د برېښنا اتومي بټۍ خوندیتوب په نري تار ځوړند دی".

په عین حال کې د لویدیځ چارواکي هڅه کوي د روانې جګړې په اړه د ځینو مترددو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د بحران نړیوالې ډلې مشر ریچارډ ګووان وویل: "ډیری افریقایي او اسیایي هیوادونه له روسیې سره امنیتي او اقتصادي اړیکې لري او که څه هم د مارچ په میاشت کې د برید غندنې ته حاضر وو خو دې ته لېواله ندي چې په ملګرو ملتونو کې له روسیې سره مخالفت وکړي".

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په غونډه کې ګډون نه کوي. هغه په ندرت دې غونډې ته حاضریږي. او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ګډون هم ناڅرګند دی.

روسیه او اوکراین د خوراکي توکو مهم تولیدونکي دي، او د دوی جګړې په نړۍ کې د خوړو بحران نور هم زیات کړی دی.

د افریقا د ښکر سیمه چې په تیرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي ګالي، د خوړو په اکمالاتو کې ګډوډۍ او د نرخونو لوړېدو نوره هم ځپلې ده.

شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک سخته لوږه تېروي او د سومالیې نږدې اته میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.

سومالیه کې د وچکالۍ ځپلو سره د مرستې ځانګړی استازی عبدالرحمن عبدالشکور وايي‌ په دغه سیمه کې "قحطي ریښتیا ده او دا پېښېدونکې ده".

تمه کیږي چې ولسمشر جو بایډن د خوړو د نړیوال امنیت په اړه د لوړې کچې غونډې مشري وکړي. د دې مسلې د حل لپاره څو نورې غونډې هم په پام کې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي تازه له پاکستان څخه راستون شوی، چیرې چې مرګونې سیلابونو د هیواد دریمه برخه ډوبه کړې ده. هغه غواړي د اقلیم مسله د مشرانو د خبرو د اجنډا په سر کې ځای ولري.

هغه وویل: "هغه څه چې په پاکستان کې پیښیږي د اقلیم د بدلون په وړاندې د نړیوال غبرګون ستره نیمګړتیا، خیانت او بې انصافي څرګندوي".

په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د وبا د خپرېدو راهیسې، د نړۍ مشران سږ کال په لومړي ځل د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په فزیکي ډول برخه اخلي. د کرونا د وبا له موضوع څخه اوس پام د نړۍ نورو مهمو مسایلو ته اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG