د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو مرستې د پاکستان سیلاب ځپلیو سیمو ته ورسیدې


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ څلور الوتکې چې بشري مرستدویه مواد پکې بار و، دوشنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۴) د کراچۍ ښار ته ورسیدلې.

سره لدې چې سیلابونو تقریباً ټول پاکستان کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي خو د سیند ایالت چې کراچۍ یې مرکز دی، د نورو په پرتله ډیر ځپلی.

د UNHCR د مرستو تر څنګ د ترکمنستان یوه الوتکه هم چې بشري مرستې پکې بار وې ‎د دوشنبې په ورځ د کراچۍ په هوایي ډګر کې ښکته شوه.

په پاکستان کې چارواکو ویلي چې سیلابونو او شدیدو بارانونو پدې هیواد کې څه باندې ۱۳ سوه کسان وژلي او په میلونونو کسان یې بې کوره کړیدي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوتریش به هم د روانې میاشتې په ۹ مې نیټې پاکستان ته ولاړ شي او سیلاب ځپلې سیمې به وګوري.

ښاغلي ګوتریش تیره اوونۍ په نړۍ کې غږ وکړ چې د دې بحران پر وخت د پاکستان سره د مرستې کولو په برخې کې " په خوب کې ګرځیدل" بند کاندي.

د پاکستان د حکومت معلومات ښیي چې سیلابونو او بارانونو پدې هیواد کې ۳.۳ ملیونه کسان زیانمن کړي او د اټکل له مخې یې نږدې ۱۰ ملیارده ډالر مالي زیان اړولی. حکومت همدارنګه ویلي چې ډیری وژل شوي میرمنې او ماشومان و.

د متحده ایالاتو حکومت هم تیره اوونۍ په پاکستان کې د سیلاب ځپلو سره د ۳۰ ملیون ډالرو مرستې کولو ژمنه کړې وه او د کانګریس دوو غړیو شیلا جکسن او ټام سوزي دوشنبه سپټمبر ۵ د پاکستاني چارواکو سره په ګډه یو شمیر سیلاب ځپلې سیمې وکتلې.

سره لدې چې د پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سیلابونو اوبه کمې شوې خو په ټول سیند ایالت کې بیا وضعیت خطرناک دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دوشنبه د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بهټو سره یو ځای په سیند ایالت کې سیلاب ځپلې سیمې وکتلې. سره لدې چې پدې ایالت کې خلک شکایت کوي چې لا هم حکومتي مرستې ندي ور رسیدلي خو حکومت وایي تر خپلې وسې کوښښ کوي چې خلکو ته د ژوند ضروري مواد ورسوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) هم تیره دارو درمل، د اوبو پاکولو ګولۍ او ځینې نور ضروري شیان سیلاب ځپلو سیمو ته وړي.

ملګرو ملتونو د نړۍ څخه غوښتي چې د سیلاب ځپلو سره دې ۱۶۰ ملیونه ډالره مرسته ورسره وکړي. د دې تر څنګ د یونسیف ادارې د ماشومانو او میرمنو سره د ۳۷ ملیون ډالرو مرستو غوښتنه کړې.

یونیسف ویلي چې په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو نږدې ۳۳ ملیونه وګړي زیانمن کړي او څه باندې ۱۲ سوه یې وژلي چې ۴ سوه یې پکې ماشومان و.

دې نړیوالې ادارې سپټمبر ۳ ویلي چې سیلابونو په پاکستان کې ځینې هغه زیربناوې هم خرابې کړي چې د ماشومانو د خیر ښیګڼې لپاره ترې کار اخیستل کیده.

د یونیسف په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې موسمي بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۱۸ زره ښوونځي ویجاړ کړي او یا یې زیانمن کړي. په راپور کې ویل شوي چې لدې کبله میلونونه ماشومان ښوونځیو ته د تګ څخه محروم شویدي.

د ماشومانو دې ادارې همدرانګه ویلي چې په ټول پاکستان کې روغتونونه او داسې زیربناوې له کاره لویدلي چې د ماشومانو لپاره یې مهم خدمات وړاندې کول.

د پاکستان لپاره د یونسیف استازی عبدالله فاضل وایي ډیری ماشومان چې په پاکستان کې په سیلابونو او بارانونو کې ورته زیان رسیدلی هغوي دي چې ډیر د خطر سره مخ دي او د پاکستان په هغو ۷۲ ولسوالیو کې ژوند کوي چې تر ټولو ډیرې ځپل شویدي.

XS
SM
MD
LG