د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې د بهرنیو موسسو پر کلیوالي ښوونځیو د طالبانو د بندیز راپورونو ته اندېښمن یو


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل، د طالبانو حکومت ښايي د هغو نړیوالو نادولتي موسسو مخنیوی کړی وي چې له ښوونځي محرومو شویو افغان ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي، او له کبله یې د نیم میلیون هلکانو او نجونو د زده کړې فرصت له خطر سره مخامخ شوی دی.

یونیسف ویلي چې دوی د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې دي چې وايي د طالبانو چارواکي نه غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په برخه کې ښکیلې وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده.

یونیسف په یوې اعلامیې کې وویل: "یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې وايي که چیرې نړیوالو غیر دولتي موسسو ته چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، اجازه ورنکړل شي نو د ۳۰۰ زره نجونو په شمول نږدې ۵۰۰ زره ماشومان کیدای شي په یوې میاشتې کې د کلیوالي ښوونځیو له لارې د باکیفیته زده کړې چانس له لاسه ورکړي."

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې د طالبانو له لورې "د ورکړل شوي ممکنه لارښود په اړه د سپیناوي په لټه کې دي" چې د طالبانو مشرانو یې تر اوسه په اړه په عامه توګه تبصره نه ده کړې.

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي چلوي.

دا ښوونځي زیاتره په هغو سیمو کې دي چې رسمي ښوونځي نلري. ددې ښوونځیو له لارې افغان ښوونکي په عامه ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب تدریس کوي.

د طالبانو د تازه ممکنه لارښود سره سم ددې ښوونځیو چارې به ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي.

ددې نوي لارښود خبر له هغه وروسته ورکړل شوی چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د معارف وزارت د یوه ټویټ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

د طالبانو مشرانو په مکرر ډول ادعا کړې چې دوی به د بودیجې او اسلامي ښوونو سره سم نصاب په شمول د لازمو شرایطو په برابرېدلو سره د نجونو لپاره ښوونځي بیرته پرانیزي.

د طالبانو چارواکو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې واکمنۍ په لومړنۍ پنځه کلنه دوره کې هم ورته ډاډ ورکړی و، خو د نجونو ښوونځي تر پایه تړلي وو.

داسې انګیرل کیږي چې د انجونو د ښوونځیو د تړلو امر د اخندزاده او د هغه د محافظه کاره همکارانو لخوا ورکړل شوی دی، چې د ښځو له عصري زده کړو سره مخالفت ښيي.

د ښوونځیو تړلو د طالبانو خپلمنځي انتقادونه او د نړیوالې ټولنې قهر پارولی دی.

د مارچ په میاشت کې د افغانستان د معارف په برخه کې فعال او د "قلم" ټولنې بنسټ ایښودونکی مطیع الله ویسا د طالبانو له خوا ونیول شو او تراوسه په توقیف کې دی.

د ویسا موسسې په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د تعلیم د ارزښت په اړه معلومات ورکول او هڅه یې کوله چې د ناامنیو له کبله تړل شوي د نجونو او هلکانو ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې د ژورنالیزم پخوانی استاد اسماعیل مشعل هم د څو اونیو لپاره وروسته له هغه توقیف کړ چې افغان رسنیو هغه وښود چې د کابل په شاوخوا کې په موټر کې کتابونه لیږدوي او پر لارویانو یې ویشي.

په افغانستان کې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې هم په وروستیو میاشتو کې په دغو موسسو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د بندیز له کبله اغیزمنې شوي دي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د ناروې د کډوالو شورا مرستندویې موسسې وویل چې د دوی افغان ښځینه کارکوونکو په یو شمیر ولایتونو کې له طالبانو سره د موقتي هوکړې له مخې خپل کار بیا پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG