د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو د درملنې لپاره د بودیجې له کموالي سره مخامخ یو


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره 'یونیسف' وايي، چې دا اداره په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د خوړو د برابرولو په برخه کې د پیسو د کمبود سره مخامخ ده.

د یونیسف د ادارې د خوړو د څانګې مشرې میرمن میلاني ګالوین د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۱ (ثور۲۱) ددغې ادارې د ټویټر په پاڼه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د اضافي بودیجې پرته به په خوارځواکۍ اخته په زرګونو افغان ماشومان ممکن خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ملګروملتونو دغې چارواکې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ څخه کړیږي.

میرمن ګالوین ویلي، چې دا ناروغي په لنډه موده کې د ماشومانو ژوند ګواښوي.هغې ویلي، چې خوارځواکي په اوږده موده کې ماشوم ته ذهني ستونزې هم پیدا کوي، چې پر دغې ناروغۍ اخته ماشوم به د خپل عمر په اوږدو کې ورسره مخ وي.

هغې زیاته کړې: "مونږ د بودیجې د کمبود سره مخ یواو نشو کولی، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې په سختې خوارځواکۍ اخته ۸۷۵ زره ماشومانو ته د درملنې لپاره خواړه برابر کړو. مونږ د ۲۱ میلیونو ډالرو د بودیجې کمښت سره مخ یو، چې باید دا کمښت پوره شي".

د یونیسف د خوړو د څانګې مشرې وویل، چې دا اداره ددغو پیسو په ترلاسه کولو کولی شي هغو سیمو کې ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې تراوسه په کې ډیرکم روغتیايي خدمتونه ترسره شوي دي.

یونیسف ددې وړاندې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په پیښو کې د ۵۰ فیصدو زیاتوالي خبر ورکړی و.

د یونیسف د جنوبي اسیا د څانګې سلاکار زیوايي موریرا د مارچ په شلمه (حوت۲۹) ویلي و، چې په افغانستان کې ۸۰۰ زره ښځې او ځوانې نجونې په خوارځواکۍ اخته دي.

د یونیسف دغه چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي و، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوړو د خوندیوب لپاره لاس په کار شي او ټینګار یې کړی و، چې د خوړو د برابرولو په برخه کې پانګونه کولی شي، چې ددغه بهیر لاره بدله کړي.

یونیسف د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې د ملګروملتونو د انکشاف د پروګرام ' یو این ډي پي' د وروستي راپور له مخې په افغانستان کې د هغو افغانانو شمیر ۳۴ میلیونو کسانو ته رسیدلی، چې د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا شمیر ۱۵ میلیونو کسانو ته رسیده.

XS
SM
MD
LG