د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: تېره اونۍ ۱.۲میلیونو افغان ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، تېره اونۍ یې په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره څه باندې ۱.۲ میلیونو ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق کړی دی.

یونیسف د پنجشبې په ورځ سپټمبر ۱۵ (وږې ۲۴) ویلي چې یاد افغان ماشومان په ۲۵ ولایتونو کې واکسین شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې دا کمپاین به په افغانستان کې د شري ناروغۍ د وروستیو پېښو مخنیوي کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) د روانې سپټمبر میاشتې پر اوومه د شري ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په هدف، په افغانستان کې د شري واکسین د سرتاسري کمپاین پیلېدو خبر ورکړ.

یونیسف ویلي چې ټاکل شوې په دغه کمپاین کې د افغانستان په نهه مرکزي ولایتونو کې ۵۵۰زره ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ د معلوماتو په اساس دغه کمپاین د روغتیا نړیوال سازمان په همکاري او جاپان حکومت په مالي ملاتړ تر سره کیږي.

یونیسف هیله ښودلې چې د دغه کمپاین په تطبیق سره به د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې د شري ناروغۍ خپرېدو مخه ونیول شي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت هم په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې روان کال ددغه ناروغۍ پېښې دوه برابره شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، د روان کال د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا د مارچ میاشتې تر پای پوري، په ۲۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ ۲۵۲۱۵ پېښې ثبت شوي چې له دغه شمېر څخه ۱۸۶ ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان هم تر دې مخکې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه

XS
SM
MD
LG