د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په پارلماني انتخاباتو کې د پوتین ګوند مخکښ دی


د روسیې په پارلماني انتخاباتو کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ګوند تر دې دمه د نورو نه وړاندې دی او ښایي چې همدا ګوند به په پارلمان کې اکثریت څوکۍ وګټي.

تر اوسه ۵۰ په سلو کې رایې شمیرل شوي چې د متحدې روسیې ګوند ۵۰ او کمونیست ګوند ۲۱.۴۰ په سلو کې رایې ګټلي دي.

په روسیه کې دا پارلماني انتخابات پداسې وخت کې کیږي چې واکمن ګوند سیاسي مخالفین په بې ساري توګه ځپلي دي.

د جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر ټولو سر سخت منتقد الیکسي نوانلي بندي دي او په ګوند یې د "افراطي سازمان" په تور بندیز ولګید.

د انتخاباتو نه وړاندې د ښاغلي نوانلي جګپوړي ملګري یا ونیول شول او یا یې هیواد پریښود او د هغه د ګوند پورې اړوند هیچا ته په انتخاباتو کې د کاندید کیدو اجازه نده ورکړل شوې.

د نوانلي ډلې د مخالفینو نه غوښتي و چې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د متحدې روسیې ګوند ته د ماتې ورکولو په خاطر دې نورو کاندیدانو په ځانګړې توګه د کمونیست ګوند کاندیدانو رایې ورکړي. هغوي د "ځیرکې رایې ورکوونې" په نامه مبارزه پیل کړې وه او داسې نښې نښانې شته چې څه نا څه کامیابي یې هم درلوده.

تیر ځل په ۲۰۱۶ کال کېپه پارلماني انتخاباتو کې د متحدې روسیې ګوند ۵۴.۲ او د کمونیست ګوند یوازې ۱۳.۳ په سلو کې رایې ګټلې وې خو دا ځل نه یوازې دا چې د متحدې روسیې رایې راکمې شوې بلکه د کمونیست ګوند رایې تقریباً دوه چنډه ډیرې شوې.
د انتخاباتو نه وړاندې د روسیې په پارلمان (دوما) کې د متحدې روسیې ګوند ۳۳۴ څوکۍ درلودې او ښایي چې دا ځل به هم د دریو څخه دوه اکثریت څوکۍ وګټي.

XS
SM
MD
LG