د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز بشري بحران لاپراخه کړی


د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي چې د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې د کوکنار پرکښت د بندیز اغیزو، د اقلیم بدلون او وچکالۍ په دغه هیواد کې بشري بحران لا پراخه کړی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر مشرې انیوبا سود د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورم) په یو لنډ ویديوي پیغام کې ویلي چې د طالبانو د حکومت له خوا په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت د بندیز وروسته په افغانستان کې بزګرانو خپل زښت زیات عاید له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د یو راپور له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې یوازې پر لس زره او ۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت اندازه ۲۲۳ زره هکتارو ته رسیدلې وه.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر ویلي چې تیرکال د کوکنارو په کښت کې د کموالي له امله په افغانستان کې د اپینو تولید هم ۹۵ فیصده راټیټ شوی وو او په دغه هیواد کې ۳۳۳ ټنه اپین تولید شوی وو.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې ۶۲۰۰ ټنه اپین تولید شوی وو.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د اپینو په کاروباریانو باندې د اپینو د خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید ۹۲ فیصده کم شوی وو. ددغه دفتر شمیرنې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د اپینو تولید څخه د ترلاسه شویو پیسو اندازه یو میلیارد او ۳۶۰ میلیونو ډالره وه. خو په تیر۲۰۲۳ کال کې دا اندازه یوازې ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوه.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر مشرې انیوبا سود ویلي چې د اقلیم بدلون او د وچکالۍ اغیزو د افغان بزګرانو په ژوند باندې خورا زیاته اغیزه کړې او د هغوی کرهڼیزو محصولات یې ډیر کم کړي چې ورسره د څارویو لپاره خواړه او هم پخپله د بزګرانو د کورنیو د خوړو د کمیدو سبب شوی دی.

همداشان افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغې لوړپوړې چارواکې ټینګار کړی چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي سلګونو زره افغان کډوال د ژوند د تیرولو لپاره منابعو ته خورا زیاته اړتیا لري.

میرمن سود ویلي: "پر بزګرانو باندې د کوکنارو د کښت د بندیدو اغیز، د اقلیم بدلون، ستندیونکي افغان کډوال او د نشه يي توکو د پام وړ مصرف [په افغانستان] کې اړتیاوې لا ډیرې زیاتوي. اوس مهال افغانستان کې خلک د څو اړخیر بحران سره مخ دي".

میرمن سود ټینګار کړی چې په ټوله نړۍ کې بحران پراخیدو ته په کتنې باید دا له پامه ونه غورځول شي چې په افغانستان کې اړتیاوې خورا زیاتې دي او په دغه هیواد کې روان بحران به بالقوه فاجعه لرونکي پایلې ولري.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر مشرې ویلي: "اوس ددې وخت دی چې د افغانستان خلکو لپاره ګام پورته کړو او هغوی له یاده ونه باسو".

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" تیره اونۍ په افغانستان کې د وچکالۍ د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې تراوسه د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ ژمی په فوق العاده توګه وچ او ګرم دی. دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورو او باران د اورښت پرته به دا هیواد ممکن یوه ډیره سخته وچالي تجربه کړي چې پایلې به یې ډیرې زیان لرونکي اوسي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" ویلي چې وچکالي به په افغانستان کې للمي او د اوبو لاندې فصلونه له منځه یوسي چې په ډله ییز ډول د کورنیو د بې ځایه کیدو سبب به شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG