د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې به د افغان ښځو د حقونو په مسله غور وشي - هیدر بار


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا روانه اوونۍ د «ښځې، سوله او امنیت» تر سرلیک لاندې خپله کلنۍ غونډه کوي، خو دا ځل به د افغان ښځو حقونه د دې غونډې د اجندا عمده موضوع وي.

پر افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو وروسته طالبانو د خپلو ژمنو برخلاف عمل کړی او په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې د ښوونې او روزنې او روغتیا په ګډون د یو څو سکتورونو پرته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې او ښځې یې له کار کولو منعې کړې.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار امریکا غږ ته وویل چې دا مناظره په افغانستان کې د ښځو او نجونو بېوزله وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره یو ښه فرصت دی.

هغې زیاته کړه، چې له ملګرو ملتونو څخه به وغواړي چې د بشري حقونو د څارنې او ساتنې لپاره لا ډېر کار وکړي او له غړو هېوادونو به وغواړي چې د طالبانو د مشرانو په ګډون په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو پر ضد اقدام وکړي.

اغلې بار امریکا غږ ته وویل چې دوی به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو څخه وغواړي چې د دې شورا له واکونو څخه په استفادې د طالبانو د هغو مشرانو په ګډون چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو کې تر ټولو زیات مسوول دي د بشري حقونو سرغړونکو ته سزا ورکړي.

هیدر بار وویل چې دوی به د امنیت شورا څخه د "طالبانو په هغه مشرانو باندې د سفر د منع کولو او بندیزونو لګولو په ګډون" هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړي.

د طالبانو د مشرتابه پر یو شمېر غړو تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو له خوا بندیزونه لګول شوي او پر سفرونو یې محدودیتونه وضع شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال د پرېکړه لیک له مخې د طالبانو د ډلې په ۱۳۵ مشرانو بندیزونه لګول شوي، خو ددې جملې څخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په ګډون ۱۳ تنو ته موقتي معافیت ورکړل شوی و چې په منظمه توګه نوی کیږي.

خو، په ۱۳ طالب مشرانو باندې د سفر د محدودیتونو د لیرې کولو استثنا د اګست په میاشت کې د لویدیځو هیوادونو له اعتراضونو وروسته پای ته ورسیده.

هیدر بار امریکا غږ ته وویل چې په دې غونډه کې به "د ملګرو ملتونو په صلاحیت د حساب ورکونې د یو نوي او جلا میکانیزم په رامنځته کولو، په افغانستان کې د مظاهره کوونکو او هغو کسانو لپاره چې په دغه هیواد کې پټ ښوونځي پرمخ وړي او د فعالینو نه په ملاتړ او د ښځو او نجونو لپاره په نورو اړینو خدمتونو" باندې ټینګار وشي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي نوي ځانګړې استازې نن د خپل کار په لومړۍ ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم په اړه خبرې وکړې.

یوناما ویلي، مېرمن روزا اتنبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان مفتي سره په خبرو کې په بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د باور جوړونې، بانکي سیستم او په افغانستان کې د ټولو نجونو لپاره د تعلیم په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، چې په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې د طالبانو له ځپونکي چلند سره سره افغان ښځو مقاومت ښودلی دی.

دغه سازمان دوه ورځې وړاندې په یو راپور کې ویلي وو: "له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ترلاسه کړ، افغان ښځې د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې دي. دوی په مساوي حقونو، عدالت او سولې باندې د ټینګار لپاره سوله ییز لاریونونه کړي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې، چې د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو له وهلو، نیولو او تښتولو سره سره افغان ښځو د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د کار، ډوډۍ او ازادۍ په شعار سره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د دغې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په دولتي ادارو کې د اکثرو ښځو د کار کولو مخه ونیوله او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي وو.

XS
SM
MD
LG