د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان ومنله چې کابل کې یې ملکي کسان وژلي


امریکایي چارواکو ویل چې په کابل کې یې د داعش ډله په نښه کړې
امریکایي چارواکو ویل چې په کابل کې یې د داعش ډله په نښه کړې

د امریکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د سپټمبر ۱۷( وږي ۲۶) اعلان وکړ چې د اګست په ۲۹ په کابل کې د ډرون د شوې حملې څېړنې وښودله چې په دغه برید کې د داعش کسان نه بلکه ملکیان وژل شویدي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرنک مکنزي وویل "دغه برید یوه غمجنه تیروتنه وه."

له دغه برید وروسته د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په دې ټینګار کاوه چې برید په سمه توګه شوی، که څه هم په هماغه پیل کې ویل کېدل چې د اوو ماشومانو په ګډون په دغه برید کې ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.

رسنیو وروسته د دغه برید په هکله شک څرګند کړ او رپوټ یې ورکړ چې په نښه شوي موټر چلونکی د یوې خیریه امریکايي موسسې کارکونکی واو د دفاع وزارت دا ادعایې رد کړې وه چې په موټر کې چاودېدونکي توکي بار و.

جنرال مکنزی وویل په دغه موټر وروسته له هغه برید وشو چې دوې ورڅخه د واقعي ګواښ احساس وکړ.

هغه وویل "زه اوس دامنم چې له بده مرغه په دې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس ولسي خلک وژل شویدي. همدارنګه زمونږ ارزونه ښيي‌ چې موټر او وژل شویو کسانو د داعش د خراسان له ډلې سره تړاو نه درلود او امریکایې ځواکونو ته ورڅخه مستقیم ګواښ متوجه نه و."

جنرال مکنزي د دغې تیروتنې له امله بښنه وغوښته او ویې ویل چې متحده ایالات د قربانیانو کورنۍ ته د تاوان په ورکولو باندې فکر کوي.

د امریکا د وسله والو ځواکو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي له برید دوه ورځې وروسته خبریالانو ته وویل چې دغه برید دقیق برید و او په وژل شویو کسانو کې یو کس د داعش د ډلې مهم غړی و. دغې ډلې د اګست په ۲۶ مې د کابل په هوايي ډګر باندې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۶۹ افغانان ووژل.

د جنرال مکنزي له څرګندونو وروسته جنرال میلي هم د پېښمانۍ اظهار وکړ.

په کابل کې دغه هوايي برید د امریکا د هغه جنګ وروستی برید و چې په ۲۰۰۱ کال پیل شوی و. اوس طالبان یوځل بیا په کابل کې د قدرت واګې په لاس کې لري.

په کوم سرعت سره چې طالبانو افغانستان بیرته ونیوه، امریکا یې حیرانه کړه او دې ته یې اړ کړله چې د امریکایانو، نورو بهرنیو اتباعو او افغانانو د تخلیې لپاره د کابل هوايي ډګر ته زرګونه عسکر ولېږي. د تخلیې عملیات چې د اګست په ۱۴ پیل شول، ترپایه د داعش د خراسان د څانګې د بریدونو له ګواښ سره مخامخ و.

XS
SM
MD
LG