د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له پاکستان نه څه غواړي؟


د پاکستان او امریکا اړیکې یو داسې پړاو ته داخلې شویدي چې ښیي پاکستان د امریکا او د حقاني شبکې او د ترهگرو ترمنځ د یو انتخاب وکړي.

امریکا پاکستان ته شرط ایښی دی چې د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو په ضد داسې اقدامات وکړي چې امریکا مطمینه شي او هغه امنیتي مرستې چې ځنډولي یې دي، بیا خلاصې شي.

په پاکستان کې د سیاسي او د مذهبي ډلو مشرانو د امریکا تورونو او غوښتنو ته سخت ځواب ویلي او حتی د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دي چې امریکا یې نور متحد هېواد ندی.

د امریکا د سولې لپاره په مرکز کې د اسیايي چاروکارپوه معید یوسف امریکا غږ ته وویل "امریکا او پاکستان اوس هم په ډیرو برخو کې د یو بل سره همکاري کوي. داسې نه ده چې هغوي بیخي د یو بل سره همکاري نه کوي. د پاکستان او امریکا اړیکې مدام داسې پیچلي وي."

امریکا پاکستان ته د تیرو دوو لسیزو نه خپل مهم متحد وایي او د افغانستان په جگړې کې پرې تر ډیره حده اتکا کوي، خو په وروستیو کې یعني د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دورې کې یې په پاکستان لدې کبله نیوکې کړي دي چې دوه مخې لوبه ورسره کوي او ترهگر پالي.

د ٢٠١٨ کال په لومړنۍ ورځ ولسمشر ټرمپ ټویټ وکړ چې پاکستان ته یې ٣٣ ملیارده ډالرې ورکړیدي، پاکستان هغوي ته دروغ ویلي او تیرایستي یې دي. د دغه ټویټ نه دوه ورځې وروسته امریکا پاکستان ته د امنیتي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ.

ډینیل مارکي په جان هاپکنگز پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه دی امریکا غږ ته وویل چې دا لمړنې ځل ندی چې د امریکا اړېکې د پاکستان سره تر دې حده خرابې شویدي. هغه زیاتوي "د پاکستان خلک گیله کوي چې امریکا مدام د پاکستان نه د استفادې نه وروسته پاکستان یواځې پریښودی، خو زما په فکر د دې عوامل موجود وي چې امریکا ولي د پاکستان نه ناراضه شي. د پاکستان او امریکا گټې د یو بل سره په ټکر کې دي، دا وجه ده چې دواړه ملکونه د یو بل سره هغه هومره همکاري نشي کولي څنگه چې دوي توقع لري."

تراوسه پورې د پاکستان پوځ چې د دغه ملک د حکومت نه زیات قدرتمن گڼل کیږي، څرگنده خبره نده کړي چې ایا غواړي د حقاني شبکې او د نورو ترهگرو ډلو په ضد اقدامات وکړي او که خپله هغه ادعا بیا تکراروي چې وایي پاکستان ترهگرو ته پناهځایونه نه ورکوي.

معید یوسف وایي چې د پاکستان او امریکا دواړو ملکونو سلوک به حالات نور خراب کړي "زه دا فکر کوم چې په راتلونکي کې به دا نوره هم مشکله شي. پاکستان د هند او د پاکستاني طالبانو خبره کوي او امریکا د حقاني شبکې خبره کوي. دواړو ملکونو ته پکار ده چې په یو بل د تورونو لگولو پر ځای خبرې وکړي او یو بل ته دا څرگند ووایي چې د څه تمه لري. دا ممکنه نه ده چې دواړه خواوې د یو بل سره سل په سلو کې موافقه ولري خو باید داسې لارې چارې ولټوي چې د یو بل سره همکاري وشي."

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو په مسله سیاست

د دسمبر په اخیره اونۍ کې د پاکستان د سرحدي چارو وزیر قادر بلوچ پارلمان ته په وینا کې ویلي و چې هغه افغان مهاجر چې د دسمبر د اخیرۍ ورځې پورې په پاکستان کې د اوسیدو اجازه لري، هغوي ته به د ٦ نورو میاشتو د پاتې کیدو کارټونه ورکړي. خو د هغې نه وروسته چې امریکا پاکستان ته د امنیتي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ، پاکستان وویل چې افغان مهاجر دې په یوه میاشت کې بیرته وطن ته ستانه شي.

معید یوسف وایي چې دا د خپگان خبره ده چې کله هم د پاکستان د امریکا او یا افغانستان سره اړیکې خرابیږي نو زور یې د افغان مهاجرینو نه ووځي. هغه زیاتوي "د مهاجرینو مسله ، داسې مسله ده چې پاکستان ترینه مدام استفاده کوي. اوس د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د مثال په توگه په اروپا کې د مهاجرینو په ضد چې کوم ډول احساسات راپاریدلي دي نو پاکستان هم هغه شان خبرې کوي. په پاکستان کې افغان مهاجر د ډیرو کلونو راهېسې میشت دي او په داسې وختونو کې د ټولو نه زیات ضرر به افغان مهاجرینو ته رسیږي."

ډینیل مارکي وایي چې پاکستان د مهاجرینو مسله د ډیرو کلونو راهیسې استعمالوي. هغه وویل "پاکستان چې دا فېصله کړي چې افغان مهاجرینو ته د یوې میاشتې مهلت ورکړي چې بیرته افغانستان ته لاړ شي نو دا به په خپله د پاکستان لپاره هم مسلې جوړې کړي."

د پاکستان او امریکا اړیکې د تیرو څو کلونو په مودې کې د ترټولو زیاتې خرابې شویدي. پاکستان وایي چې د امریکا سره یې دفاعي او استخباراتي همکارۍ ځنډولي دي. امریکا وایي چې تراوسه پورې پاکستان په رسمي توگه همکارۍ ندي ځنډولي.

د چارو کارپوهان وایي چې ولسمشر ټرمپ به کوښښ وکړي چې د پاکستان او امریکا اړېکې تر هغه حده خرابې نشي چې پاکستان د ناټو د اکمالاتو لار وتړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG