د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو استازو په دوبۍ کې خبرې وکړې


نن دوشنبه د «لېندۍ پر۲۶مه» په متحده عربي اماراتو کې د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو دوهمه ناسته وشوه.

د سولې اړوند په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو سر بېره د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان نمایندګانو هم ګډون کړی و. دا هغه درې هیوادونه دي چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و.

وسله والو طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه خبرو کې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازي ګډون کوي.

طالبانو دغه ناسته تائید کړې ده
طالبانو دغه ناسته تائید کړې ده

په دغه پنځه اړخیزه ناسته کې د افغان حکومت استازي او یاهم د سولې د عالي شورا استازي ګډون نه‌ درلود، خو تېره ورځ په دغه هېواد کې د افغانستان، سعودي او متحده عربي اماراتو د امنیت شورا سلاکارانو غونډه کړې وه.

امریکا غږ پر له پسې هڅه وکړه چې د نننۍ ناستې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلي خو ورسره په اړیکو ټینګېدو ونه توانېدلو.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هر هغه اقدام چې افغان حکومت او طالبان د سولې مخامخ مذاکراتو ته نژدې کړي دوی یې هر کلی کوي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۲۶مه» امریکا غږ ته وویل چې په اماراتو کې د امریکايي مقاماتو او طالب استازو ترمنځ نننۍ ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو په هدف تر سره کېږي.

هغه وویل:" اوسنی مجلس چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي، د امریکا په ګډون نور هېوادونه هم ګډون کوي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو تر سره کېدو لپاره د زمینې برابرولو په هدف کېږي، موږ یې هرکلی کوو."

د پاکستان صدراعظم عمران د تېرې جمعې په ورځ د امریکايي مقاماتو او وسله والو طالبانو ترمنځ پر ۱۷ نېټه د پاکستان په کوربتوب د مخامخ خبرو اترو تر سره کېدو خبر ورکړی و.

خو اوس داسې لیدل چې دغه پنځه اړخیزه ناسته د نوموړي‌ د وینا خلاف په اماراتو کې کېږي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د دوشنبې په ورځ دغه پنځه اړخیزه ناسته تائید کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمود فیصل پر خپل ټوېټر هیله ښودلې چې دغه خبرې به په افغانستان کې د وینې توئیدلو او په سیمه کې د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

دا د امریکايي مقاماتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو دوهمه ناسته ده چې د پاکستان، اماراتو او سعودي استازي هم پکې حضور لري، دغو درې واړو هېوادونو د وسله والو طالبانو پخوانی تحریک په رسمیت پېژندلی و.

د روان کال د زمري میاشتې پر څلورمه والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړ چې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي الېس وېلز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره وکتل.

په دغه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د سولې د ممکنه خبرو اترو پر اساساتو خبرې شوي وې.

د امریکا متحده ایالاتو تر هغه وروسته د روان کال په تلې میاشت کې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه.

زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال

​د افغان سولې لپاره د امریکا دغه ځانګړي‌ استازي دری ځله سیمې ته سفرونه وکړل چې پخپلو دوو لومړنیو سفرونو کې په قطر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره هم وکتل.

په دغو لیدنو کې د سولې له بهیر سره د وسله والو طالبانو د یوځای کېدو پر لارو چارو خبرې شوي وې.

XS
SM
MD
LG