د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په هانوی کې د ویتنام له صدراعظم سره وکتل


د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په هانوی کې د ویتنام د صدراعظم سره د کتنې پر وخت 
د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په هانوی کې د ویتنام د صدراعظم سره د کتنې پر وخت 

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اپريل په ۱۵ (وري ۲۶) د ويتنام په پلازمينه هانوی کې له صدراعظم فام مين چينه سره وکتل.

دا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ویتنام ته د ښاغلي بلینکن لومړی سفر دی .

ویتنام ته د بلینکن سفر په سیمه کې د چین د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ د مخنیوي لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې د کمپاین یوه برخه ده.

متحده ایالات په هانوي کې د ۱.۲ میلیارد ډالرو په لګښت سفارت جوړوي، هغه اقدام چې د سویل ختیځې آسیا د خپل سوداګریز شریک سره د اړیکو ښه کولو لپاره د امریکا ژمنه په ډاګه کوي.

ویتنام ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن سفر له ویتنام څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ۵۰ کلیزې د پوره کیدو دوه اونۍ وروسته کیږي.

د امریکا متحده ایالات او ویتنام نږدې سوداګریزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه په سیمه کې د چین د مخ پر ودې ځواک په اړه اندېښمن دي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزير هانوي ته د خپل سفر پر مهال خبريالانو ته وويل، د ده په اند له ويتنام سره د موجودې ملګرتيا د پياوړتيا لپاره مناسب وخت دی.

بلینکن زياته کړه چې امريکا له تېرو لسو کلونو راهيسې له ويتنام سره هراړخيزه همکاري لري او دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ ټينګې او پياوړې کړې دي. هغه وویل: "په پایله کې، موږ فکر کوو چې اوس د پرمختګ لپاره ښه وخت دی."

ځينې شنونکي په دې اند دي چې ښايي هانوی له امريکا سره د اړيکو ټينګولو ته لا زيات لېواله وي. دغه شنونکي وايي چې د امريکا او ويتنام ترمنځ نږدې اړيکې ښايي د چين د نارضايتۍ او غوسې لامل شي.


XS
SM
MD
LG