د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې په بانکونو او تلویزیوني شبکو تازه بندویزنه ولګول


د متحده ایالاتو د خزانې وزارت یکشنبه مۍ اتمه (غوایي۱۸) په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې با ندې د نویو بندیزنو اعلان وکړ.

د خزانې په وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول مرکز دا تازه بندیزونه د روسیې په اتو ادارو او افرادو لګولي چې د اوکراین په جګړې کې مهم رول لري.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، چې بندیزونه د روسیې د دو مهمو بانکونو د مدیریه هیت په غړیو، د وسلو جوړولو په یو شرکت چې دولت یې ملاتړ کوي او د تلویزیون په دریو سټیشنونو چې کنټرول یې د دولت په لاس کې دی، لګول شویدي.

د خزانې وزارت همدارنګه ویلي چې د هغو خدمتونو د مهار کولو لپاره اقدامات کوي چې د روسیې فدراسیون او د دې هیواد لوړپوړې طبقه یې د بندیزونو څخه د بچ کیدو لپاره کاروي.

په اعلامیې کې د خزانې د وزیرې جینت ال یلین له قوله ویل شوي، " مونږ نن د روسیې اقتصاد او خدماتو او تکنالوژۍ ته لاسرسی لا محدود کړ چې د دې بې دلیله یرغل لپاره ورته اړتیا لري".

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې همدارنګه ویلي چې پدې بندیزونو سره غواړي د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د عاید د تر لاسه کولو وړتیا په نښه کړي چې د یرغل لپاره یې کاروي.

میرمن یلین وړاندې ویلي چې د روسیې هغه مشران او ادارې هم په نښه شوي چې د پوتین د "ورانوونکو کړنو" ملاتړ کوي.

د روسیې پدې دریو سترو تلویزونو سټیشنونو بندیزونه پدې معنی دي چې نور به پکې د لویدیځو هیوادونو اعلانات نه خپریږي. متحده ایالات پدې تلویزونو تور لګولي چې په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې د یرغل په هکله نا سم معلومات خپروي.

د خزانې وزارت د دې اعلان څخه وروسته د متحده ایالاتو د محاسبې او سلا مشورو ورکولو شرکتونه نور نشي کولي چې د روسیې اتباعو ته خدمات برابر کړي.

شتمن روسان امریکایي متخصصین ددې لپاره استخداموي چې د تیلو د (Shell) شرکتونه تاسیس کړي. همدارنګه نورو سیمو ته د پیسو او سرچینو لیږدول او په ټولې نړۍ کې د چارواکو څخه د شتمنیو پټول هغه څه دي چې د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې شتمن روسان یې د امریکایي متخصصینو پر مټ کوي.

XS
SM
MD
LG