د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د برما په پوځ نور بندیزونه هم ولګول


امریکا د همدې اوونۍ په سر کې په برما کې د روهینګایي مسلمانانو ځپل ډله ایزه وژنه وبلله.
امریکا د همدې اوونۍ په سر کې په برما کې د روهینګایي مسلمانانو ځپل ډله ایزه وژنه وبلله.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ (کب۵) په ۵ افرادو او ۵ ادارو چې د برما د پوځ سره تړلي دي، تازه بندیزونه اعلان کړل.

نظامي قطعې، وسلې پلورونکي، نظامي مشران او هغه شرکتونه او افراد چې د دفاعي سکتور سره سر او کار لري، د متحده ایالاتو په نویو بندیزونو کې شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بندیزونه د پوځ لخوا په "بې رحمه توګه" د برما د خلکو د ځپل کیدو په غبرګون کې پدې افرادو او ادارو لګول شوي.
په اعلامیې کې ویل شوي، " د ۲۰۲۱ کال د فبروري راهیسې چې نظامي کودتا شوې، نظامي رژیم د تشدد څخه ډکو ځپلو ته شدت ورکړی او د ماشومانو، میرمنو او خیریه کار کوونکو په ګډون یې څه بادې ۱۷ سوه کسان وژلي دي"

هغه ادارې او افراد چې بندیزونه پرې لګیدلي، په متحده ایالاتو کې شتمنیو ته لاسرسی محدود یا بندیږي او امریکایي شرکتونه به هم اجازه ونلري چې د هغوي سره راکړه ورکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې اقدام څخه وړاندې متحده ایالاتو د همدې اوونۍ په سر کې د رخاین په ایالت کې د برما د پوځ لخوا د روهینګایي مسلمانانو ځپل، ډله ایزه وژنه وبلله.

یوازې د روهینګایي مسلمانانو موضوع نده چې له کبله یې متحده ایالاتو او نورې نړۍ د برما په نظامي حکومت بندیزونه لګولي بلکې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې چې نظامیانو کودتا وکړله او واک یې تر لاسه کړ، ګڼ شمیر هیوادونو د فشار واردولو په خاطر پدې رژیم بندیزونه ولګول.

د برما په حکومت د هاګ د عدالت په نړیوالې محکمې کې د نسل وژنې تور دی او د بشري حقونو ډلو او د کانګریس غړیو د پخوا راهیسې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او اوسني جمهور رئیس جو بایډن د حکومت څخه غوښتي چې د برما د پوځ د ځپنې دا کړنې دې نسله وژنه وبلل شي.

په برما کې د یوې یاغي ډلې د بریدونو په غبرګون کې د دې هیواد پوځ د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د رخاین په ایالت کې د روهینګیایي مسلمانانو د شړلو عملیات پیل کړ او څه باندې ۷ سوه زره روهینګیایي مسلمانان مجبور شول چې بنګله دیش ته کډه شي.

د برما په امنیتي ځواکونو دا تور دی چې په روهینګیایي مسلمانانو یې په ډله ایزه توګه جنسي تیری کړی، وژلي یې دي او د هغوي زرګونه کورونه یې سوځولي

XS
SM
MD
LG