د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي د قانون تطبیق کول پیل کړل


ټاکل شوې چې متحده ایالات سه شنبه جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي قانون تطبیقول پيل کړي.

د دې قانون له مخې ټول هغه شرکتونه چې د چین د سین کیانګ د سیمې څخه شیان واردوي، باید "ښکاره او قناعت وړ" شواهد ورکړي چې د دې شیانو په جوړولو کې د هیڅ "مریي کارګر" څخه کار ندی اخیستل شوی.

دې جنجالي قانون د چین حکومت په غصه کړی او د متحده ایالاتو هغه ادعاوې چې د اویغوري اقلیتونو د ظلم په هکله یې لري، "ناوړه دروغ" بللي.

دې قانون یوازې په چین کې نه بلکې د امریکایي کاروباریانو تر منځ یې هم اندیښنې پیدا کړي ځکه دوي وایي فدرالي حکومت په کافي اندازه لارښوونې ندي ورکړي چې هغوي یې د چین څخه د شیانو په ورادولو کې باید په نظر کې ونیسي.

کارپوهان چې د هند او متحده ایالاتو تر منځ سوداګري څاري وایي چې د امریکایي شرکتونو لپاره به ګرانه وي چې پدې قانون عمل وکړي ځکه چې له یوې خوا په چین کې د تصفیې لپاره د باور ور دریمګړې ادارې کمې دي چې تائید کړي مشصخ مواد د جبري کارګرانو لخوا ندي جوړ شوي او له بلې خوا دا شرکتونه د اکمالاتو پیچلی ځنځیر لري.

په متحده ایالاتو کې یو شمیر شرکتونه اندیښنه لري چې ښایي هغوي په بشپړه توګه د چین د سین کیانګ څخه واردات بند کړي.

د امریکا د ډینور په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر کولن هنډریکس امریکا غږ ته وویل چې د اویغوریان د جبري کار د مخنیوي قانون ښایي ددې سبب شي چې د سین کیانګ څخه واردات بند شي او یا هغه تولیدات بند شي چې ځینې برخې یې په سین کیانګ کې جوړیږي.

پروفیسر هنډریکس امریکا غږ ته وویل، " په ځینو مواردو کې د دریم ګړو ادارو لخوا د تصدیق کولو پلانونه یو څه بریالي و. د بیلګې په توګه هغوي تصدیق کوله چې آلماس د داسې ځای څخه ندي استخراج شوي چې عملاً پکې جګړه وي او یا یې په کیندلو کې د جبري کارګرانو څخه کار اخیستل شوی ندی".

خو دا پروفیسر وایي چې دا ډول تصدیق کوونه د سین کیانګ په شان سیمو کې نده عملي شوې ځکه چې دا د معلوماتو د شریکولو پر اساس په نړۍ کې تر ټولو محدوده سیمه ده.

د UFLPA دا قانون د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د متحده ایالاتو په کانګرس کې منظور شو او جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو دواړو یې ملاتړ کاوه. د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دا لایحه لاسلیک کړې او قانوني بڼه یې ورکړې.

XS
SM
MD
LG