د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د امریکا شرطونه


طالبانو د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله.
طالبانو د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله.

پداسې حال کې چې طالبانو لا په افغانستان کې د خپلې حکومتدارۍ په هکله څه ندي ویلي، د امریکا متحده ایالاتو ویلي یوازې په هغه صورت کې د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژني چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي او د القاعده شبکې په شان د سخت دریزو ډلو سره اړیکې پرې کاندي.

د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د هر ډول حکومت سره د امریکا اړیکې د دې حکومت د کړونو سره تړلې دي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، " د افغانستان راتلونکی حکومت چي د خلکو د اساسي حقونو ملاتړ وکړي، ترهګرو ته ځای ورنکړي، د خپلو میرمنو او نجونو او ولس اساسي حقونه خوندي کاندي. دغه شان یو حکومت سره مونږ کار کولی شو. "

د طالبانو یو جګپوړي چارواکي تیره ورځ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د نوي حکومت د بڼې په هکله خبرې کول د وخت نه مخکې دي.

د متحده ایالاتو تر څنګ روسیې هم ویلي و چې په کابل کې د طالبانو سره تر کتلو وروسته او دا چې دا ډله څه ډول حکومت په نظر کې لري، پدې هکله د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به مسکو پریکړه وکړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنې که نه.

سره لدې چې ویل کیږي د ۱۹۹۶ په پرتله به د طالبانو اوسنی حکومت توپیر ولري خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې "مونږ د طالبانو خبرو ته نه بلکې عمل ته ګورو. "

طالبانو کله چې په ۱۹۹۶ کال کې په کابل واکمن و، په میرمنو او نجونو یې سخت قوانین لګولي و.


XS
SM
MD
LG