د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس مشرانو موافقې د حکومت ځینو برخو تړل کیدو مخه ونیوله


د متحده ایالاتو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو مشران شنبه جنوري ۱۳مه (مرغومي ۲۳) سره جوړ شول چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې حکومتي لګښتونه ورکړي او د ځینو برخو تړل کیدو مخه ونیسي.

یوې سرچینې چې د دې مذاکراتو په هکله معلومات لري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې موافقې له مخې به د مارچ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې حکومت پرانیستی وي.

د دې نوې موافقې اعلان داسې مهال کیږي چې د همدې روانې جنوري میاشتې تر ۱۹ مې وړاندې د فدرالي حکومت ځینو برخو لپاره پیسې ختمیدې او ښایي ځینې برخې یې تړل شوې وای.

دا موافقه به د کانګرس غړیو ته فرصت ورکړي چې د حکومت لګښتونو بودجه او د دې لګښتونو په ځانګړتیاوو داسې مهال موافقه وکړي چې څو میاشتې وروسته په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.

د حکومت د "دوام دا پریکړه لیک" باید د کانګرس استازو مجلس او سنا مجلس منظور کړي تر څو د حکومت د تړل کیدو مخه ونیول شي.

د استازو په مجلس کې د جمهور رئیس جو بایډن سیاسي مخالف ګوند، جمهوري غوښتونکي اکثریت دي خو د سنا مجلس ډیرې څوکۍ بیا د دیموکراتانو سره دي.

د متحده ایالاتو د کانګرس غړیو تیره اوونۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د حکومتي لګښتونو حد ټاکلو لپاره یې په ۱.۶ ټریلیون ډالرو بودجې موافقه وکړله.

جمهور رئیس جو بایډن چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د دموکرات ګوند کاندید دی، په یوې اعلامیې کې د بودجې پر سر توافق ستایلی.

بایډن ویلي چې په دې اقدام سره نه یوازې په "بې ځایه" توګه د حکومت تړل کیدو مخنیوي ته یو ګام نږدي شوي یو، بلکې مهم ملي لومړیتوبونه هم خوندي شول".

دا موافقه چې د استازو مجلس مشر مایک جانسن او په کانګرس کې د دیموکرات ګوند مشرانو یې اعلان کړی، د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان لپاره پکې ۸۸۶ میلیارد ډالر په پام کې نیول شوي او د غیر دفاعي چارو لپاره بیا ۷۷۳ میلیادر ډالر ورکړل شویدي.

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر سناتور چک شومر او د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند مشر حکیم جیفریز په ګډې اعلامیې کې ویلي چې د ۷۷۲.۷ میلیارد ډالرو غیر دفاعي آزادې بودجې په تر لاسه کولو سره به وکړای شي په هیواد کې دننه ځیني مهم پروګرامونه خوندي کړي.

د سابقه لرونکو پوځیانو سره مرستې، روغتیایي خدمات او د خواړو مرستې هغه پروګرامونه دي چې دموکراتان وایي پدې پیسو به برابرېږي او د هغوی په قول په کانګرس کې ښي اړخو سخت دریزو یې د کموالي غوښتنه کوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG