د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین سره نورې نظامي او بشري مرستې کوي


په واشنګټن کې د اوکراین سفیره اوکاسانا مارکروفا د کانګرس په خونه کې.
په واشنګټن کې د اوکراین سفیره اوکاسانا مارکروفا د کانګرس په خونه کې.

پداسې حال کې چې د اوکراین حکومت د روسیې د یرغل په مقابل کې د خپل پایښت لپاره جګړه کوي، د متحده ایالاتو د کانګرس ګڼ شمیر غړیو د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره خبرې کړي او د بشري او نظامي مرستو ژمنه یې ورسره کړي.

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د کانګریس څخه د اوکراین سره د ۱۰ ملیاردو ډالرو بشري، نظامي او اقتصادي مرستو غوښتنه کړې.

د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي په یو لیک چې د واشنګټن پر وخت یکشنبه مارچ ۶ (کب۱۵) ماښام ناوخته دیموکراتانو ته استول شوی ویلي چې "کانګریس پلان لري دا عاجله بودجه په همدې روانې اوونۍ کې د حکومت د لګښتونو د بودجي سره یو ځای منظوره کړي".

سره لدې چې د کانګریس دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي غړي په عمومي توګه د اوکراین د حکومت سره د مرستو ملاتړ کوي خو د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هغه غوښتنه ښایي ونه مني چې د روسیې د هوایي بمباریو د مخنیوي لپاره یې د اوکراین په هوایي قلمرو کې د پروازونو د بندیدو غوښتنه کړې.

د سنا د مجلس یو غړي سناتور مارکو روبیو په همدې روانې اوونۍ کې د (ABC) تلویزیون سره په مرکې کې وویل، "دا به د دریم نړیوال جنګ معنی ولري."

ښاغلي روبیو وویل، "زه فکر کوم د اوکراین سره ډیر څه کولی شي چې ځان پرې خوندي کړي خو خلک باید پوه شي چې د پروازونو ممنوعه سیمه اعلانول څه معنی لري."

خو د سنا د مجلس یو بل دیموکرات غړي سناتور جو مانچن بیا د اوکراین د غوښتنې په هکله نرم دریځ وښود. هغه وویل، " زه به په ټولو موضوعوتو غور وکړم".

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي جمهور رئیس جو بایډن د ښاغلي زلینسکي سره د اوکراین لخوا د نورو جنګي جیټ الوتکو د غوښتنې په هکله په منظمه توګه په اړیکه کې دی.

ښاغلي بلنیکن وویل، " مونږ پدې (جنګي جیټ الوتکو د غوښتنې) په هکله ډیرې فعالې خبرې کوو."

د امریکا حکومت پداسې حال کې د اوکراین سره د نظامي او بشري مرستو خبره کوي چې په واشنګټن کې د اوکراین سفیرې اوکاسانا مارکروفا د فاکس نیوز سره په مرکې کې یو ځل بیا د متحده ایالاتو څخه د الوتکو ضد توغندیو او نورو نظامي مرستو غوښتنه وکړله.

د اوکراین سفیرې وویل، " مونږ باید د روسیې سره د یو ترهګر هیواد په توګه چلند وکړو".

XS
SM
MD
LG