د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: له طالبانو څخه د بندي امریکایي اتباعو خلاصون زموږ لومړیتوب دی


متیو میلر د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند
متیو میلر د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له طالبانو سره یې د هغو امریکايي اتباعو د ازادېدو په اړه خبرې کړې،‌ چې دغې ډلې په افغانسان کې نیولي او بندیان کړي‌دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په همدې اوونۍ کې «د طالبانو له یو استازي سره» په دې اړه غږېدلی دی. هغه وویل چې ویسټ په دغو خبرو کې «فشار راوړی چې راین کوربټ او نور نیول شوي امریکایان پرېښودل» شي.

متیو میلر زیاته کړه: «دا هغه مسئله ده چې موږ هېڅکله هم له پامه غورځولې نه ده. زه تاسو ته ویلی شم چې د بهرنیو چارو له وزیر څخه نیولې تر ټیټو مقاماتو پورې- په دې مسئلې باندې کار- کوي.»

هغه وویل چې د دغو امریکايانو ازادېدل د واشنګتن لپاره لومړیتوب دی، خو ویې نه ویل چې دا مهال په افغانستان کې له طالبانو سره څومره امریکایان بندیان دي.

څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې طالبانو یو شمېر امریکايي اتباع بندیان کړي دي،‌ خو دقیقه شمېره یې و نه ښوده.

امریکايي رسنۍ «CBS» په خپل یو راپور کې د یو امریکايي چارواکي له خولې،‌ چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، ویلي دي چې «له طالبانو سره د راین کوربټ په ګډون شپږ امریکایان بندیان دي. ځينې یې په وروستیو میاشتو کې نیول» شوي.

د راین ګوربټ ښځې انا ګوربټ «CBS» ته ویلي دي چې هغوی په افغانستان کې له ۲۰۱۷ څخه راهېسې د (Bloom Afghanistan) په نوم د پورونو اخیستلو او ورکولو په برخه کې د سلا مشوروو ورکولو یو شرکت لره. وايي دوی د طالبانو له راتګ وروسته له کابل څه وتلي وو،‌ خو مېړه یې بېرته ستون شو چې خپل کاروبار خوندي کړي او طالبانو ونیوه. انا وايي چې مېړه یې د «افغانستان د تجارت» ویزه لرله او له نیویارک څخه بېرته کابل ته ستون شوی و. هغه وايي چې د خپل مېړه د روغتیا او امنیت په اړه اندېښنه لري.

د نورو نیول شویو امریکایانو په اړه لا معلومات نشته. په افغانستان کې د همدغه کال د مارچ په میاشت کې ځینو رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي وو چې له طالبانو سره هېڅ امریکايي بندي نه دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د یو شمېر افغان مدني فعالانو، خبریالانو، استادانو او یوټیب چلوونکو د نیولو او بندي کولو تر څنګ، یو شمېر بهرنیان هم نیولي دي.

د «Foreign Policy» د یو راپور په اساس طالبانو په افغانستان کې د بریتانیا، پولنډ، فرانسې او استرالیا یو شمېر اتباع هم نیولي دي.

څه موده مخکې امریکايي مقاماتو وویل چې طالبانو د ښه نیت په اساس، دوه نیول شوي‌امریکایي اتباع خوشې کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG