د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر: روسیه او چین دواړه خپلې اتومي جبه خانې پراخوي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن

پداسې حال کې چې په اوکراین د یرغل له کبله د روسیې او د تایوان پر سر د چین سره د واشنګټن اختلافات ډیر شوي د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن خبرداری ورکړی چې مسکو او بیجنګ دواړه د خپلې اتومي جبه خانې په پراخولو او عصري کولو اخته دي.

ښاغلي آسټن چې د متحده ایالاتو د ستراتیژیکې قوماندانۍ په مرکز کې یې خبرې کولې وویل چې امریکا د یو "نوي پړاو په ژۍ کې ولاړه ده، چیرته چې دوه ستر اتومي ځواکمن هیوادونه ستراتیژیک سیالان دي".

د متحده ایالاتو د اتومي وسلو مسؤلیت د همدې قوماندانۍ په لاس کې دی.

د دفاع وزیر د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین انتقاد وکړ چې په اوکراین د یرغل راپدیخوا یې ځو ځله د خپل اتومي ځواک په هکله خبرې کړي او دا کار یې "غیر مسؤلانه" وباله.

لویډ آسټن زیاته کړه، " اتومي ځواک لرونکي هیوادنه غټ مسؤلیت لري چې د پارونکو کړنو مخه ونیسي، د اتومي وسلو د خپریدو خطر کم کړي، اتومي جګړې مخه ونیسي او جنجال ډیریدو ته پرې نږدې".

روسیه په نړۍ کې تر ټولو ډیرې اتومي سر ګلولې لري. دا هیواد ۵۹۷۷ دا ډول وسلې لري او ورپسې متحده ایالات په دویم مقام کې دی چې په اټکلي توګه ۳۸۰۰ اتومي سرګلولې لري.

د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکو وسلو د کموالي په تړون خبرې چې هدف یې د دواړو هیوادونو له لوري د اتومي وسلو د شمیر کمول دي، د فبروري د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، په ټپه ولاړې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) تیره میاشت په یو راپور کې خبرداری ورکړ چې چین اوس مهال ۴۰۰ اتومي سرګلولې لري او دا یې هم ویلي چې دې هیواد په تیرو دوو کالونو کې د دې وسلو شمیر دوه چنده ډیر کړی.

پنټاګون کانګرس ته په یو راپور کې چې د چین د نظامي قوت په هکله یې چمتو کړی ویلي و چې بیجنګ ښایي تر ۲۰۳۵ میلادي کاله پورې نږدې ۱۵ سوه اتومي سرګلولې ولري.

امریکا ویلي، "بیجنګ پدې کار کوي چې د خلق د آزادۍ پوځ تر ۲۰۴۹ کال د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ځواک شي".

امریکا او روسیه په نړۍ کې دوه ستر اتومي قدرت لرونکي هیوادونه دي خو د پنټاګون په راپور کې ویل شوي چې چین پداسې اتومي وړتیا کار کوي چې وکړی شي اتومي وسلې په ځمکې کې د نصب شویو توغندیو، د هوا نه واریدونکو توغندیو او او په سمندر کې د اوبتلونو نه وار کړای شي.

د پنټاګون په کلني راپور کې چې د چین د پوځي پرمختګ په هکله کانګریس ته چمتو شوی دا هم ویل شوي چې بیجنګ د خپل اتومي ځواک د پراختیا لپاره زیربناوې هم جوړوي.

خو د دې ټولو سره سره د پنټاګون په راپور کې راغلي چې چین ښایي دا اتومي وړتیا د دې هدف لپاره ونه غواړي چې په اتومي وسلو سمبال قدرت، عمدتاً په متحده ایالاتو برناحقه د اتومي وسلو برید وکړي خو غواړي ثابته کړي چې د اتومي وسلو د برید په غبرګون کې د اعتبار وړ خطر پیښولی شي.

بلخوا بیا چین د خپل پوځي پراختیا په هکله د متحده ایالاتو ویره رد کړې او د پنټاګون د راپور په غبرګون کې ویلي چې د راپور هدف د "چین د اتومي ګواښ په هکله مبالغه کول دي."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي، "د پنټاګون په راپور کې د پخوانیو راپورنو په شان حقایق له پامه غورځول شوي او د تعصب نه ډک دی".

تیر کال د چین په هکله د پنټاګون په راپور کې ویل شوي و چې دا هیواد ۲ سوه د لیږد وړ اتومي کوپړۍ لرۍ او ښایي تر ۲۰۳۰ پورې به دا شمیر دوه چنده ډیر شي.

XS
SM
MD
LG