د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن په واشنګټن ډي سي کې هم ګټونکی شو او د دې ځای ۳انتخاباتي رایې هم وګټلې.

تر دې دمه جوبایډن ۷۰ انتخاباتي رایې ګټلې او دونالډ ټرمپ ۲۹ انتخاباتي ‌رایې ګټلي دي. هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټلې، د جمهوري ریاست ګتونکی کیږي.

جوبایډن د نیویارک او نیوجرسي په ایالتونو کې هم ګټونکی شو.د نیویارک ایالت ۲۹ انتخاباتي‌رایې لري او د نیوجرسي ایالت ۱۴ انتخاباتي رایې لري.

د نتایجو په اساس جوبایډن د مریلنډ ایالت کې هم ګټونکی شو او ۱۰ انتخاباتي رایې یې وګټلې.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG