د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن همدغه راز د نیو مکسیکو په ایالت کې ګټونکی شو او دغلته یې ۵ انتخاباتي رایې وګټلې. د ښاغلي بایډن ټولې رایې یې ۱۱۴ دي.

جوبایډن د ایلینایز ایالت کې ګټونکی شو او دلته یې ۲۰ انتخاباتي رایې وګټلې. تر دې دمه د ښاغلي بایډن انتخاباتي رایې ۱۰۹ دي. هر کاندید چې د ۵۳۸ انتخاباتي رایو څخه ۲۷۰ وګټلې، د امریکا آینده ولسمشر دی.

دونالډ ټرمپ د نبراسکا ایالت کې ګټونکی شو او دلته یې ۳ انتخاباتي رایې وګټلې.‌ښاغلي‌ټرمپ‌همدغه راز په جنوبي کارولینا او لویدیځې ویرجینا کې ګټونکی شو. جنوبي کارولینا۹ او لویدیځه ویرجینا ۵ انتخاباتي رایې لري. تر دې دمه د ولسمشر ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۷۲ دي.

جوبایډن د کنکټېکټ ایالت کې هم ګټونکی شو او د هغه ځای ۷ انتخاباتي رایې وګټلې. تر دې دمه د جوبایډن ټولې انتخاباتي رایې ۸۹ او د دونالډ ټرمپ ۵۵ دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG