د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

ولسمشر دونالډ ټرمپ د تګزاز او مونتانا ایالتونه وګټله. تګزاز ۳۸ او مونتانا ۳ انتخاباتي رایې لري. په دې سره د ولسمشر ټرمپ‌ ټلولې انتخاباتې رایې ۱۷۸ شوې.

جوبایډن د نبراسکا په ایالت کې یوه حوزه وګټله او یوه انتخاباتي رایه یې زیاته شوه. جوبایډن تر دې دمه ۲۱۰ او ولسمشر ټرمپ ۱۳۶ انتخاباتي رایې لري.

ولسمشر ټرمپ د میسیسیپي ایالت هم وګټه او ۶ نورې انتخاباتي رایې خپلې کړې. په دې سره د ولسمشر ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۱۳۶ شوې.

د دموکرات ګوند کاندید جوبایډن د دیلاویر په ایالت کې خپلو مینه والو ته لنډې خبرې وکړې او وویل معلومه نه ده چې د چهارشنبې تر سهار پورې او یا تر هغه وروسته ته دې ژر د ټاکنو نتیجه معلومه شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG