د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن د مېین په ایالت کې درې انتخاباتي رایې وګټلې. جوبایډن تر دا مهال ۲۲۷ رایې ګټلې دي او سیال یې ۲۱۳ رایې تر لاسه کړي دي. په دغو ټاکنو کې باید یو نوماند ۲۷۰ انتخاباتي رایې خپلې کړي. لا هم د اوو ایالتونو رایې بشپړې شوي نه دي او د رایو شمیرنه دوام لري.

د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستی حال سمیع الله جلالزی وړاندې کوي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د نومبر د درېیمې په انتخاباتو کې رای ورکوونکو د جمهوري ریاست او د کانګرس کاندیدانو ته د رای ورکولو سربیره په یو شمیر ایالتونو کې د یو لړ نورو مسایلو په هکله رای ورکړې دي.

د اعلان شویو نتیجو له مخې په نیوجرسي او اریزونا ایالتونو اکثر رای ورکوونکو د مروانا د تفریحي مصرف په ملاتړ رای ورکړې دي او پدې توګه د مروانا څکل په دغو دوو ایالتونو کې هم قانوني کیږي.

همداشان په اوریګن ایالت کې هم رای ورکوونکو د لومړي ځل لپاره د زیات عمر لرونکو کسانو لپاره د سیلوسایبین درملو نه استفاده کولو ته رایه ورکړه چې د جادویي ډینګریو په نامه هم شهرت لري. څیړنو ښودلې چې سیلوسبین د اضطرابي اختلالاتو او نورو رواني او روحي ناروغیو لپاره ګټور دي.

همداشان په انتخاباتو کې د مسیسیپي او جنوبي دکوتا په ایالتونو د مروانا د استعمال په اړه پوښتنه شوی وه چې ددې ایالتونو اکثر رای ورکوونکو په جنوبي دکوتا کې د هغې درماني او تفریحي استعمال ته او په مسیسیپي کې د درملنه لپاره دد مروانا استعمال ته رایه ورکړه.

مروانا
مروانا

د امریکا په نیوجرسي ایالت کې یوه رای ورکوونکې د خپلواکۍ د مجسمې په جامو کې


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG