د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

دونالډ ټرمپ د الاباما ایالت کې ګټونکی شو او دلته یې ۹ انتخاباتي رایې وګټلي.

دونالډ ټرمپ د ارکانساس، جنوبي‌ داکوتا او تینیسي ایالتونو کې ګټونکی شو. د ارکانساس ایالت ۶، د تینیسي ایالت ۳ او د جنوبي داکوتا۳ انتخاباتي‌رایې لري. تر دې دمه د ټرمپ‌انتخاباتي‌رایې ۵۵ او جوبایډن ۷۳ انتخاباتي‌رایې دي.

جوبایډن د کولورادو په ایالت کې ګټونکی شو. دا ایالت ۹ انتخاباتي رایي لري. تر دې دمه جوبایډن ۸۲ انتخاباتي رایې او دونالډ ټرمپ ۵۵ انتخاباتي رایې ګټلي دي.

جوبایډن د کنکټېکټ ایالت کې هم ګټونکی شو او د هغه ځای ۷ انتخاباتي رایې وګټلې. تر دې دمه د جوبایډن ټولې انتخاباتي رایې ۸۹ او د دونالډ ټرمپ ۵۵ دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG