د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

دونالډ ټرمپ د فلورېډا ایالت هم وګټه. دا ایالت ۲۹ انتخاباتي رایې لري او په دې سره د ولسمشر ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۲۱۳ شوې.

جوبایډن د هاوایي ایالت څلور انتخاباتي رایې وګټلې. له دغو رایو سره د بایډن ټولټال انتخاباتي رایې ۲۲۴ او د ټرمپ انتخاباتي رایې ۲۱۳ شوې. هر کاندید چېله ۵۳۸ رایو څخه۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي،د امریکا ولسمشر کیږي.

تر اوسه د نوادا، اریزونا، جورجیا، شمالي کارولاینا، پنسلوانیا، میشیګن او وسکانسن ایالتونو کې د رایو شمیرل دوام لري او د دغو اوو ایالتونو رایې به د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی ټاکي.

د امریکا په نیوجرسي ایالت کې یوه رای ورکوونکې د خپلواکۍ د مجسمې په جامو کې


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG