د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

سږکال د امریکا په ټاکنو کې ۱۵۰ ملیون څخه ډیرو کسانو رایه ورکړې چې تر اوسه یې ۷۴ میلیون د ښاغلي بایډن او ۶۹ میلیون یې د ډونالډ ټرمپ په طرفدارۍ اچول شوي. د بایډن انتخاباتي رایې ۲۵۳ او د ټرمپ انتخاباتي رایې ۲۱۴ دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د جمهوري ریاست ټاکنې د سه شنبې په ورځ وشوې خو لا هم معلومه نده چې آیا انتخابات د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید او برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او که د دیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن ګټلي دي.

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د یوې اوږدې او سختې مبارزې وروسته وګټلې.

جوبایډن د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې ۲۷۳ انتخاباتي رایې تر لاسه کړې او په دې توګه د ټاکنو ګټونکی شو. په وروستیو درې ورځو کې د څلورو ایالتونو رایو چې شمیرنه یې لا بشپړه شوې نه وه، د ښاغلي بایډن په بریا کې غټ رول درلود.

د دغو ایالتونو له ډلې یو هم د پنسلوانیا ایالت و چې ۲۰ انتخاباتي رایې یې درلودې. ددغه ایالت په ګټلو سره د بایډن ټولې رایې ۲۷۳ ته ورسیدلې او په دې توګه د ټاکنو د ګټلو لپاره د ټاکل شویو رایو له شمیر (۲۷۰) څخه واووښت.

نور جزیات دلته کتلی شئ.

ښاغلي بایډن د خپلې بریا په اړه د راپورونو خپریدو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له خلکو څخه په هغه او د هغه په مرستیالې ، کاملا هریس باندې د اعتماد نه مننه کړې ده.

هغه لیکلي چې د ګڼو ستونزو سربیره، امریکایانو رایه ورکړله او دا یې ثابته کړله چې دموکراسي د امریکا په زړه کې ځای لري.

ښاغلي بایدن لیکلي چې اوس باید د کرکې او نفرت ډکې خبرې یوې خواته کړو او د یو ملت په توګه د یو بل په خوا کې ودریږو.

هغه لیکلي چې اوس وخت رارسیدلی چې امریکایان سره یو شي او اتفاق وکړي.‌

XS
SM
MD
LG