د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استازې: د طالبانو نوی محدودیت 'د افغان ښځو او نجونو' د مرګ حکم دی


که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اکثرو دایمي او دوروي غړو د افغانستان خلکو ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی، خو د امریکا استازې ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه په ځانګړې توګه په مرستندویه موسسو کې له کار کولو د ښځو ایستل، په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابیدو لامل شوی دی.
که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اکثرو دایمي او دوروي غړو د افغانستان خلکو ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی، خو د امریکا استازې ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه په ځانګړې توګه په مرستندویه موسسو کې له کار کولو د ښځو ایستل، په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابیدو لامل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي، چې طالبان یو د بل پسې د منسوخو فرمانونو په صادرولو سره افغانې ښځې او نجونې د ژوند او زده کړو او په آزادۍ او عزت سره د پرمختګ له بنسټیزو حقونو څخه بې برخې کوي.

لیندا توماس-ګرینفیلډ په طبي انستیتونو د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې بیندیز ته په مشخصه توګه په اشارې سره وویل: "دا نوی محدودیت له منطق څخه سرغړونه ده او کیدای شي د افغان میرمنو او نجونو لپاره د مرګ د سزا په معنا وي، چې ژوند ژغورونکي طبي درملنې ته سخته اړتیا لري. " د هغې په وینا دا به په هره مور، هر نه زیږیدلی ماشوم - هلکانو او نجونو - او د افغانستان په راتلونکي اغیزه ولري."

دغې امریکایي دپلوماتې وویل، چې د طالبانو دغه سرسختی اقدام نه کلتوري مسله ده او نه مذهبي، بلکې د هغې په وینا "ناروغي" او "سنګدلي" ده او پدې معنا ده چې "طالبان، خپلې میندې چې دوی یې زیږولي، خپلې خویندې، میرمنې، لوڼې، په مرګ محکوموي."

که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اکثرو دایمي او دوروي غړو د افغانستان خلکو ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی، خو د امریکا استازې ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه په ځانګړې توګه په مرستندویه موسسو کې له کار کولو د ښځو ایستل، په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابیدو لامل شوی دی.

لیندا توماس-ګرینفیلډ وویل: "زمونږ د بشري مرستو شریکان به اړمنو افغانانو ته د مهمو بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي او مونږ پر طالبانو باندې فشار ته دوام ورکړو چې خپله لاره بدله کړي."

هغې د امنیت شورا غړو ته په خطاب کې وویل چې: "همکارانو، موږ په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه هم ژوره اندیښنه لرو؛ نږدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د افغانستان نیمایي نفوس کیږي، د خوړو د خوندیتوب، خوارځواکۍ، پراخې بې ځایه کیدنې او د چاودیدونکو توکو د ګواښونو له امله بشري مرستو ته اړتیا لري."

د طالبانو سره تعامل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان د حالاتو د څارنې لپاره له طالبانو سره د تعامل په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چې یوازې د طالبانو د سیاستونو غندنه رغنده خبره نه ده.

هغې وویل: "تعامل د [طالبانو] د نورمال کولو یا پیژندلو په اړه ندي. دا په نړیوال سیسټم کې د شاملیدو د ګټو په اړه د دوامداره خبرو اترو یوه لاره ده. دا د افغانستان د منزوي کیدو یا بدتر کیدو او یا جګړې ته د بیرته تګ د مخنیوي لاره ده."

د چین استازي د لویدیځو هیوادونو د استازو بر خلاف، د طالبانو د مثبتو کارونو د روښانه کولو هڅه وکړه او له نړۍ یې وغوښتل چې د دغې ډلې له حکومت سره مرسته وکړي. هغه وويل چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت ثابت شوى او د دغه هېواد د خلکو ژوند ښه شوى دى.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو څخه د ملاتړ سره سره له طالبانو وغوښتل چې یو جامع ټولشموله حکومت جوړ کړي، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د روسیې، پاکستان او ایران له استازو سره په یوه خوله له افغانستان څخه زیږنده ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو او له اسلامي دولت ډلې (داعش) سره د طالبانو پر مبارزې د نیوکې په ترڅ کې وویل، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جذبولو سره خپل حضور پیاوړی کوي. هغه وویل داعش هڅه کوي افغانستان او سیمه بې ثباته کړي.

نبنزیا په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز ته په اشارې سره وویل، مسکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو ته پاملرنه او څارنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي، امیر سعید ایرواني په نننۍ غونډه کې وویل، چې د افغانستان سره د بشري مرستې باید "خپلواک، بې قید او شرط او بیله سیاسي اغېزو" وي.

نوموړي په کابل کې د داعش لخوا په یوه ځانمرګي برید کې د طالبانو حکومت د یو جګپوړي چارواکي وژل کېدو ته په اشارې سره، د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ او د داعش خراسان څانګه یې د سیمې لپاره "جدي ګواښ" وبلله.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، خلیل الرحمان حقاني، د چهارشنبې په ورځ د دې وزارت په انګړ کې د ځانمرګي برید له امله ووژل شو. داعش د دې برید مسؤولیت منلی دی.‌

ایرواني زیاته کړه چې د افغانستان د ستونزو حل د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو کې دی. نوموړي همداراز د طالبانو له حکومت سره د دوامدار نړیوال تعامل پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

بلخوا، د پاکستان استازي په نننۍ غونډه کې د "بشري حقونو وضعیت، ترهګري، سیاسي ټولشمولتوب، کمزوری اقتصاد او بیوزلي" د افغانستان اساسي ستونزې په توګه یادې کړې او همدارنګه یې د افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې طالبان د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې مبارزه کوي، خو لا هم د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او نورو ډلو د فعالیتونو مخنیوی یې نه دی کړی.

دا پداسې حال کې دی،‌ چې طالبانو تل ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونه وګواښي. دغې ډلې همداراز د پاکستان هغه تورونه چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې حضور لري، "بې بنسټه" بللي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د خپل امنیتي ناکامۍ پړه په افغانستان ور وانه چوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې ګډونوالو په یوه خوله د دوحې بهیر د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د غوره لارې په توګه یاد کړ او په ځانګړي ډول د دې بهیر پر ټولشمولتوب او د افغان ښځو د فعال ګډون پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG